منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۶ غ.و
۱۲°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د غزني خلک د بې اسناده موټرو ګرځ بندیز کې له دوه ګوني چلنده شکایت کوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۳ کتنې

غزني (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٧): د غزني اوسېدونکي وايي چې د حکومت له لوري د بې اسناده موټرو پر ګرځېدو له بنديز لګولو خوښ نه دي؛ ځکه دغه پرېکړه يواځې پر عامو خلکو پلې کېږي.

پرون د غزني نظامي شورا پرېکړه کړې چې له دې وروسته بې اسناده او د تورو ښيښو موټر او موټرسايکل په ښار کې نه شي ګرځېدلی.

خو د غزني خلک له دې پرېکړې خوښ نه دي.

د غزني ښار اوسېدونکي رحيم الله د لېندۍ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په غزني ښار او ولسواليو کې په سلو کې لس موټر هم اسناد نه لري.

هغه وايي: ((موږ له دې پرېکړې هېڅ خوښ نه يو؛ ځکه دغه شان پرېکړې يواځې پر عامو خلکو پلې کېږي.))

دغه راز د غزني بل اوسېدونکي نجيب الله پژواک ته وويل چې له دې مخکې هم د بې اسناده موټرو پر ګرځېدو بنديز لګول شوى و خو بيا امنيتي کسانو ورنه ګټه پورته کوله.

هغه وايي: ((خلکو ته يې يې د ګرځېدو اجازه نه ورکوله، خو بيا خپله په کې بې غمه ګرځېدل.))

نوموړي زياته کړه چې خلکو پر دغو بې اسناده موټرو پانګونې کړې دي چې حکومت بايد ورته يوه سمه د حل لار پيدا کړي.

د غزني يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويل يې چې حکومت به يواځې د څو ورځو لپاره په ښار کې وکولاى شي چې د دغو موټرو د تګ راتګ مخه ونيسي خو په ولسواليو کې دغه امر نه شي پلى کولاى.

په دې اړه د غزني والي وحيدالله کليمزي وويل چې له دې پرېکړې موخه د قانون تطبيق او د جرمونو مخنيوی دى.

هغه وايي: ((په ډېرو مواردو کې ترهګر او جنايتکاران له همدې بې اسنادو موټرو ګټه پورته کوي نو ځکه موږ يې پر تګ راتګ بنديز لګولى دى.))

دغه راز د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال غلام داوود تره خېل وويل چې دغه لړۍ به په دوامداره توګه روانه وي او په دې برخه کې جدي دي.

نوموړي وويل چې د دولتي کارکوونکو په ګډون هېڅوک له دغه امره مستثنى نه دي.

د غزني چارواکي وايي، هر هغه څوک چې له بې اسنادو موټرو کار واخلي، له ۲۰۰ نیولې تر ۵۰۰ افغانیو پورې به جريمه شي.

د يادونې ده، دغه کمپاين وروسته له هغه په غزني کې پيل شو چې والي د خپلو موټرو ښيښې سپينې کړې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه