کندهار (پژواک، ۲۹ لیندۍ ۹۷): د کندهار اوسېدونکي وايي، ناامنیو، د لارو خرابوالي او نورو ستونزو اړ کړي چې کابل او نورو ښارونو ته د هوا له لارې سفر وکړي، خو د ټکټونو بیې ډېرې لوړې او د دوی تر توان پورته دي.
هغوی له مرکزي ادارې او د هوايي شرکتونو له مسوولینو غوښتنه کوي چې د خلکو ستونزو او مالي حالت ته په کتو دې د ټکټونو بیې ټيټې کړي.
د کندهار ښار یوه اوسېدونکي تاج محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د لارو خراب حالت، ناامنیو او نورو ستونزو خلک اړ کړي چې د ځمکې پر ځای د هوا له لارې سفر وکړي چې هوايي شرکتونو ته یې د ګټې وټې ښه فرصت برابر کړی دی.
دی وايي، هغه خلک چې په دولتي ادارو کې د عادي مامورینو په توګه کار کوي مجبور دي د ځمکې پر ځای له هوايي لارې سفر وکړي، خو د یوه طرف ټکټ بیه د هغوی تر میاشتني معاش هم لوړه ده.
د ده په خبره، له کندهاره کابل ته یوازې کام ایر او اریانا الوتنې لري چې د یوه طرفه ټکټ بیه یې تر اوو زرو افغانیو رسېږي.
دی وايي، په یوه غریب هېواد کې چې خلک یې هم غربت ځپلي دي، د ټکټونو دومره لوړې بیې ښکاره ظلم دی.
نوموړی له مرکزي ادارې او هوايي شرکتونو له مسوولینو غوښتنه کوي چې د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو دې د ټکټونو بیې ټیټې کړي.
د نصیر احمد په نوم د کندهار ښار یو بل اوسېدونکی بیا وايي، له کندهاره یوازې دوه شرکتونه الوتنې لري او تر منځ یې رقابت نشته نو ځکه د خلکو له مجبوریته ګټه اخلي او چې څومره یې زړه یې وي د ټکټ بیه ټاکي.
نوموړي پژواک اژانس ته وویل، د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی او هر څوک توان نه لري چې کابل ته یوازې پر تګ او راتګ ۱۵ زره افغانۍ ولګوي.
دی وايي، د جګړو او ناامنیو له امله د لارو امنیت ښه نه دی ځکه خو خلک مجبور دي، د اړتیا پر مهال قرض واخلي او د هوا له لارې سفر وکړي.
هغه پر حکومت او د شرکتونو پر مسوولینو غږ کوي چې د ټکټونو په بیو کې دې کمښت راولي.
د دې تر څنګ ګڼ شمېر کسان د ټکټونو د لوړو بیو تر څنګ د الوتنو له ځنډېدو هم شکایت کوي او وايي ډېر مهال اړ دي ساعتونه انتظار وباسي چې هغوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
login or register a new account.