منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۷ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار اوسېدونکي د هوايي شرکتونو د ټکټونو له لوړو بیو شکایت کوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۳۳ کتنې

کندهار (پژواک، ۲۹ لیندۍ ۹۷): د کندهار اوسېدونکي وايي، ناامنیو، د لارو خرابوالي او نورو ستونزو اړ کړي چې کابل او نورو ښارونو ته د هوا له لارې سفر وکړي، خو د ټکټونو بیې ډېرې لوړې او د دوی تر توان پورته دي.

هغوی له مرکزي ادارې او د هوايي شرکتونو له مسوولینو غوښتنه کوي چې د خلکو ستونزو او مالي حالت ته په کتو دې د ټکټونو بیې ټيټې کړي.

د کندهار ښار یوه اوسېدونکي تاج محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د لارو خراب حالت، ناامنیو او نورو ستونزو خلک اړ کړي چې د ځمکې پر ځای د هوا له لارې سفر وکړي چې هوايي شرکتونو ته یې د ګټې وټې ښه فرصت برابر کړی دی.

دی وايي، هغه خلک چې په دولتي ادارو کې د عادي مامورینو په توګه کار کوي مجبور دي د ځمکې پر ځای له هوايي لارې سفر وکړي، خو د یوه طرف ټکټ بیه د هغوی تر میاشتني معاش هم لوړه ده.

د ده په خبره، له کندهاره کابل ته یوازې کام ایر او اریانا الوتنې لري چې د یوه طرفه ټکټ بیه یې تر اوو زرو افغانیو رسېږي.

دی وايي، په یوه غریب هېواد کې چې خلک یې هم غربت ځپلي دي، د ټکټونو دومره لوړې بیې ښکاره ظلم دی.

نوموړی له مرکزي ادارې او هوايي شرکتونو له مسوولینو غوښتنه کوي چې د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو دې د ټکټونو بیې ټیټې کړي.

د نصیر احمد په نوم د کندهار ښار یو بل اوسېدونکی بیا وايي، له کندهاره یوازې دوه شرکتونه الوتنې لري او تر منځ یې رقابت نشته نو ځکه د خلکو له مجبوریته ګټه اخلي او چې څومره یې زړه یې وي د ټکټ بیه ټاکي.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، د خلکو اقتصادي وضعیت ښه نه دی او هر څوک توان نه لري چې کابل ته یوازې پر تګ او راتګ ۱۵ زره افغانۍ ولګوي.

دی وايي، د جګړو او ناامنیو له امله د لارو امنیت ښه نه دی ځکه خو خلک مجبور دي، د اړتیا پر مهال قرض واخلي او د هوا له لارې سفر وکړي.

هغه پر حکومت او د شرکتونو پر مسوولینو غږ کوي چې د ټکټونو په بیو کې دې کمښت راولي.

د دې تر څنګ ګڼ شمېر کسان د ټکټونو د لوړو بیو تر څنګ د الوتنو له ځنډېدو هم شکایت کوي او وايي ډېر مهال اړ دي ساعتونه انتظار وباسي چې هغوی یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د مسافرو تر څنګ په خپله د توریستي شرکتونو مسوولین هم وايي چې د ټکټونو بیې ډېرې لوړې دي او باید مناسبې بیې ورته و ټاکل شي.

د کندهار د توریستي شرکتونو د ټولنې مشر حاجي عبدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، په وار وار یې د خلکو دا ستونزې هم له دولتي چارواکو او هم د هوايي شرکتونو له مسوولینو سره شریکې کړې دي.

دی وايي، دولتي چارواکي په دې خبره ځان تېروي چې ګواکې دا خصوصي سکتور او ازاد بازار دی نو ځکه د هغوی په چارو کې مداخله نه کوي.

دغه راز د هوايي شرکتونو مسوولین بیا بېله دې چې ووايي د تېلو بیې لوړې شوي او یا د حکومت له خوا ورباندې مالیه لوړه شوې، هیڅ په هیڅ د ټکټونو بیې پورته بیايي.

ده د بېلګې په توګه اریانا افغان هوايي شرکت یاد کړ چې له کابل څخه هند ته دوه طرفه ټکټ یې په ۱۹ زره افغانۍ دی ، خو له کندهاره بیا هند ته دوه طرفه ټکټ په ۳۴ زره افغانۍ دی.

د ده په خبره، دومره لوی توپیر اصلاً د منلو نه دی، د ټکټونو بیې باید د افغانستان د هوانوردۍ ادارې له اصولو سره سمې و ټاکل شي.

هڅه مو وکړه د خلکو د دغو ستونزو په اړه د هوايي شرکتونو د مسوولینو نظر واخلو، خو څوک ځواب ویلو ته حاضر نه شول.

د کندهار ولایت شورا چې خلکو ورته په دې اړه بار بار شکایتونه کړي هم وايي چې څو ځلې یې په دې برخه کې غږ پورته کړی خو چا پرې غوږ نه دی ګرولی.

د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال پژواک اژانس ته وویل، په وار وار خلک دوی ته هم ورغلي او ورته شکایتونه یې ورته کړي چې دوی یې پر بنسټ له ولایتي ادارې او مرکزي ادارې سره خبرې کړي، خو د حل لپاره یې هیڅ اقدام نه دی شوی.

دی وايي، رښتیا هم هوايي شرکتونو د ټکټونو بیې یو په دوه لوړې کړي چې خلک یې د ورکولو توان نه لري او ان له کندهاره کابل ته د یوه طرفه ټکټ بیه د یوه عادي دولتي کارمند تر معاش لوړه ده.

نوموړی هم د شرکتونو له مسوولینو غوښتنه کوي چې د ټکټونو بیې ټیټې کړي.

دغه راز ده له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د خلکو غږ واوري او د هوايي شرکتونو مسوولین اړ کړي څو مناسبې او معیاري بیې وټاکي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد