Language

کندهار کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د دوو پروژو چارې لا هم ټکنۍ دي

کندهار (پژواک، ۲ مرغومی، ۹۷): خلک او حکومتي چارواکي دواړه په کندهار کې د ۴۰ مېګاواټه برېښنا د دوو پروژو له ورو چارو شکایت کوي او غوښتنه کوي چې اړوندې کمپنۍ دې له قرارداد سره سم خپل کارونه چټک کړي.

له همدې امله ولایتي ادارې د اړوندو کمپنیو مسوولین ورغوښتي او هغوی ته یې خبر ورکړی چې تر راتلونکې یوې اونۍ خپل کارونه چټک کړي او له قرارداد سره سم دې ټولې چارې بشپړې کړي.

په کندهار کې د لمریزې برېښنا د تولید د دوو پروژو کارونه په داسې حال کې ورو روان دي چې د کندهار ښار اوسېدونکو ته په هرو ۴۸ ساعتونو کې د ډيزلي جنراتورونو پر مټ ایله څو ساعتونه برېښنا ورکول کېږي.

هغه غونډه چې په همدې موخه د ولایت مقام کې جوړه شوې وه، مرستیال والي او سرپرست عبدالحنان منیب، د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال، د برېښنا رییس امان الله فاروقي او د اړوندو کمپنیو مسوولینو په کې ګډون کړی وو.

د کندهار ولایت مرستیال او سرپرست عبدالحنان منیب وویل، په دې ولایت کې د ۴۰ مېګاواټه برېښنا د دوو پروژو چارې ډېرې ټکنۍ دي چې خلک او ولایتي اداره دواړه ورڅخه خوښ نه دي.

هغه د اړوندو کمپنیو له مسوولینو وغوښتل چې تر یوې اونۍ خپلې چارې چټکې کړي او له قرارداد سره سمې یې پای ته ورسوي؛ که داسې و نه کړي، نو ولایتي اداره به په رسمي توګه مرکزي ادارې ته شکایت وکړي او د اړوندو کمپنیو کار به ودروي.

نوموړی یادونه وکړه چې یواځې به په دې بسنه نه کوي، بلکې د اړوندو کمپنیو مسوولین به څارنوالۍ ته هم ور وپېژندل شي.

ده یادونه وکړه چې د دغو پروژو په بشپړېدو د برېښنا په برخه کې تر ډېره بریده د خلکو ستونزې حل کېږي او په کار ده چې اړوندې کمپنۍ د خپلو مسوولیت له مخې ټولې چارې په ښه توګه په لنډ وخت کې تر سره کړي.

د کندهار د ولایتي شورا رییس حاجي سید جان خاکرېزوال پژواک خبري اژانس ته وويل، د سولر برېښنا د لومړۍ پروژې (۱۰ مېګاواټه) پلانټ د نصبولو چارې زولارستان او د دویمې پرژوې (۳۰ مېګاواټه) پلانټ د پنځلس مېګاواټه د نصبولو چارې زورلارستان او د ۱۵ مېګاواټه نورې برېښنا د نصب چارې ۷۷ ترکي کمپنۍ ته ورسپارل شوې دي.

دی وايي، ترکي کمپنۍ خپلې چارې په ډېره ښه توګه تر سره کړي چې په لنډ وخت کې به بشپړې شي، خو د زولارستان کمپنۍ کارونه ډېر ورو او ټکني دي.

د کندهار د برېښنا رییس امان الله فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل، د سولر برېښنا د پلانټونو د پروژو اړوندو مسوولینو څو میاشتې وړاندې ورسره ژمنه کړې وه چې خپل کارونه یې چټک کړي او تر راتلوکو څو اونیو به د دغو پلانټونو مزي له مرکزي برېښناکوټ سره وصل شي چې هغه مهال یې د پایو لګولو کار روان وو.

دی وايي، برېښنا شرکت خپلې ټولې اړوندې چارې چې د مزو غځول، د پایو لګول او نور په کې شامل دي، بشپړې کړي، خو اړوندو کمپنیو چې د سولر پلانټونه د چمتو کولو چارې پر غاړه لري، پر خپله ژمنه نه دي ختلې او چارې یې ورو روانې دي.

login or register a new account.

Related Topics