کندهار (پژواک ٤ مرغومى ٩٧): د کندهار ښار په عينو مېنه کې ځانمرګى بريد شوى چې دوه تنه په کې وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد نن نږدې مازيګر د يوولسمې ناحيې اړوند د عينو مېنې په درېم سړک کې شوى دى.
ده زياته کړه، دا چې ځانمرګی بريدګر د امنيتي ځواکونو له خوا تر تعقیب لاندې وو، نو نور يې خپلې موخې ته د رسېدو توان له لاسه ورکړی و او په همدې ځای کې يې ځان ته انفجار ورکړی دی.
له بلې خوا، نن ماښام د کندهار ښار د ۵مې امنیتي حوزې اړوند جمهوریت څلي ته څېرمه وسله والو موټر سایکل سپرو د ولسي جرګې د یوه کاندید منور احمد واحدي پر موټر ډزې کړې دي.
د کندهار د والي وياند عزيزاحمد عزيزي وايي چې په موټر کې په خپله منور واحدي نه و، خو موټر چلوونکی يې وژل شوی او یو بل تن ټپي دی.
د دغو دواړو پېښو مسوولیت تر دې دمه چا نه دی اخیستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن