پلخمري (پژواک، ٦ مرغومى ٩٧): د بغلان په ده صلاح او خنجان ولسوالیو کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د سړک، د څښاک اوبو او استنادي دېوال د پروژو چارې بشپړې او عملاً ترې استفاده پيل شوه.
د بغلان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ريیس انجنیر اول خان احمدزي د مرغومي په ۶مه له دې پروژو د استفادې پيلېدو په مراسمو کې وویل، د ده صلاح ولسوالۍ په شاکش کلي کې د درې میلیونه او اته سوه زره افغانیو په لګښت د څښاک اوبو لس څاه ګانو کار بشپړ شوی چې ۲۵۰ کورنۍ به ترې ګټه اخلي.
ده زياته کړه، دغه راز د ده صلاح ولسوالۍ بازار ته څېرمه د ۸۰۰ متره پاخه سړک چارې د ۱۴ نیم میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې چې په دې سره د درېیو ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزه هواره شوه.
د هغه په وينا، د خنجان ولسوالۍ چوګاني کلي کې هم د ۴۰۰ متره استنادي دېوال چارې بشپړې شوې چې ۴۲۰ کورنۍ ترې د سېلابونو له ګواښه په امن کې شوې دي.
پر دغه دېوال ۷ میلیونه او ۱۱۹ زره افغانۍ لګښت راغلی چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري ورکړل شوى دى.
د ده صلاح ولسوالۍ د شاکش کلي اوسېدونکي ارباب یوسف وویل، دوی تر دې وړاندې د څښاک لپاره پاکې اوبه نه لرلې؛ ځکه یې ماشومان په بېلابېلو ناروغیو اخته کېدل، خو اوس چې په کلي کې د پاکو اوبو څاه ګانې کېندل شوې، پرې خوښ دي او له دې وروسته به یې کورنۍ هم په ناروغیو نه اخته کېږي.
login or register a new account.