پل علم (پژواک، ٦ مرغومى ٩٧ ): د کابل- ګردېز لويې لارې مسافر وايي چې د لوګر ولايت په مربوطاتو کې نا امني ډېره شوې ده، ډېرى وخت وسله وال طالبان لارو ته راوځي، موټر دروي او خلک تلاشي کوي.
د کابل- ګردېز لويې لارې يوه موټر چلوونکي صمد خان د مرغومي په شپږمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لارې امنيت تر پخوا ډېر خراب شوى، په رڼا ورځ وسله وال طالبان سړک ته راوځي او موټر دروي.
هغه وایي: ((په موټر کې راسره هر ډول کسان سپاره وي، دولتي کارکوونکي، نظامیان او مالداره کسان، ټول سفر په ډار او تشویش سره ترسره کوم ځکه لاره کې امنیتي مشکلات دي.))
دغه راز د پل علم د علي خان کلا اوسېدونکي ظريف پژواک ته وويل چې ډېرى وخت په دې سيمه کې طالبان سړک ته راوځي.
ده زياته کړه: ((زموږ کلى د کابل- ګردېز پر لويه لار پروت دى، طالبان سړک ته راځي پر دولتي موټرو بريدونه کوي، مسافر له موټرو ښکته کوي او تلاشي کوي يې.))
همدارنګه د محمداغې ولسوالۍ د واغجان بازار اوسېدونکي امرالله پژواک ته وويل چې څو ځلې په دغه بازار کې دننه د کابل- ګردېز پر لويه لار د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.
هغه وايي: ((طالبانو زموږ په مخ کې څو ځلې د سړک پر سر د مسافرينو موټر درولي، کسان يې ترې ښکته کړي او له ځان سره يې بيولي دي.))
د لوګر يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې حکومت بايد هر څه ژر دغه ستونزه هواره کړي.
دغه راز د لوګر ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال پر دغه سړک امنيتي ستونزې ډېرې شوې دي.
وکيل زياته کړه: ((موږ ته هم د دې لارې د نا امنۍ په اړه څو ځلې خلکو شکايتونه کړي دي، پر دغه لار هدفي وژنې کېږي او عام خلک هم د وسله والو له لوري ځورول کېږي.))
نوموړى وايي چې دغه ستونزه ولايتي شورا د ولايت له امنيتي او نورو مسوولينو سره شريکه کړې، څو د حل يوه لار ورته پيدا کړي.
په دې اړه د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې د کابل- ګردېز پر لويې لارې نا امني ډېره شوې وه، خو اوس دغه ستونزه تر ډېره حل شوې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP