Language

د بلخ هنرمندانو په تېرو دوو کلونو کې ٤٠ فلمونه توليد کړي

مزار شريف (پژواک ۸ مرغومی ۹۷): د بلخ ولايت هنرمندان او فلم لوبغاړي وايي چې مزار شريف کې د سينما نه شتون يې هنري چارې له ستونزو سره مخامخ کړې دي.

په بلخ کې د افغان فلم مسوول صادق سرمست زاده د مرغومي په ۸مه، مزار شريف کې د سينما نړيوالې  ورځې په نمانځغونډه کې وويل، چې په تېرو دوو کلونو کې د بلخ هنرمندانو شاوخوا ۴۰ فلمونه توليد کړي دي.

نوموړي زياته کړه، نږدې دغه ټول فلمونه د هنرمندانو او فلم جوړوونکو په شخصي مصرف جوړ شوي، چې په منځني ډول يې د هر فلم لګښت دوه سوه زره افغانۍ راغلی دی.

هغه وويل، دغه فلمونه يې بازار کې د خرڅلاو تر څنګ ځينو تلويزيونونو او کېبلي شبکو ته د نمايش لپاره ورکړي دي.

سرمست زاده په مزار شريف ښار کې د سينما نه شتون د فلم د صنعت برخه کې لوی خنډ بولي.

نوموړي وويل: ((زموږ هنرمندان د فلم جوړولو ښه ظرفيت لري؛ خو يو شی چې دلته مزار شريف کې  موږ ورسره مخ يو او تر ډېره يې کمی احساسېږي، هغه د يوې سينما د سالون نه شتون دی)).

د افغان فلم  مسوول زياته کړه، که د سينما په برخه کې د هنرمندانو مشکل حل شي؛ نو بلخ ولايت کې به د فلم صنعت په چټکۍ سره وغوړېږي.

نوموړي له فلم جوړوونکو نه هم غوښتنه وکړه چې له کاپي او کليشه يي موضوعاتو څخه ډډه وکړي.

په مزار شريف کې د فلمونو او تياتر لوبغاړی جمشېد جهانفر پژواک خبري اژانس ته وويل، که په بلخ کې د سينما ستونزه حل شي، ورسره به د دوی ۵۰ سلنه ستونزې هم له منځه لاړې شي.

هغه زياته کړه چې فلم جوړوونکي په ډېر ستونزمنو حالاتو کې فلم جوړوي؛ خو د نندارې لپاره يې ځای نه لري.

د هغه په خبره، په مزار شريف کې د سينما د نه شتون بل زيان دا دی، چې د دوی په لاس توليد شوي فلمونه خپلې مصرف شوې پيسې هم بېرته نه شي پوره کولای.

نوموړي له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې دې برخه کې د بلخي هنرمندانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

login or register a new account.