منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۵ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بلخ هنرمندانو په تېرو دوو کلونو کې ٤٠ فلمونه توليد کړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۵ کتنې

مزار شريف (پژواک ۸ مرغومی ۹۷): د بلخ ولايت هنرمندان او فلم لوبغاړي وايي چې مزار شريف کې د سينما نه شتون يې هنري چارې له ستونزو سره مخامخ کړې دي.

په بلخ کې د افغان فلم مسوول صادق سرمست زاده د مرغومي په ۸مه، مزار شريف کې د سينما نړيوالې  ورځې په نمانځغونډه کې وويل، چې په تېرو دوو کلونو کې د بلخ هنرمندانو شاوخوا ۴۰ فلمونه توليد کړي دي.

نوموړي زياته کړه، نږدې دغه ټول فلمونه د هنرمندانو او فلم جوړوونکو په شخصي مصرف جوړ شوي، چې په منځني ډول يې د هر فلم لګښت دوه سوه زره افغانۍ راغلی دی.

هغه وويل، دغه فلمونه يې بازار کې د خرڅلاو تر څنګ ځينو تلويزيونونو او کېبلي شبکو ته د نمايش لپاره ورکړي دي.

سرمست زاده په مزار شريف ښار کې د سينما نه شتون د فلم د صنعت برخه کې لوی خنډ بولي.

نوموړي وويل: ((زموږ هنرمندان د فلم جوړولو ښه ظرفيت لري؛ خو يو شی چې دلته مزار شريف کې  موږ ورسره مخ يو او تر ډېره يې کمی احساسېږي، هغه د يوې سينما د سالون نه شتون دی)).

د افغان فلم  مسوول زياته کړه، که د سينما په برخه کې د هنرمندانو مشکل حل شي؛ نو بلخ ولايت کې به د فلم صنعت په چټکۍ سره وغوړېږي.

نوموړي له فلم جوړوونکو نه هم غوښتنه وکړه چې له کاپي او کليشه يي موضوعاتو څخه ډډه وکړي.

په مزار شريف کې د فلمونو او تياتر لوبغاړی جمشېد جهانفر پژواک خبري اژانس ته وويل، که په بلخ کې د سينما ستونزه حل شي، ورسره به د دوی ۵۰ سلنه ستونزې هم له منځه لاړې شي.

هغه زياته کړه چې فلم جوړوونکي په ډېر ستونزمنو حالاتو کې فلم جوړوي؛ خو د نندارې لپاره يې ځای نه لري.

د هغه په خبره، په مزار شريف کې د سينما د نه شتون بل زيان دا دی، چې د دوی په لاس توليد شوي فلمونه خپلې مصرف شوې پيسې هم بېرته نه شي پوره کولای.

نوموړي له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غوښتنه وکړه، چې دې برخه کې د بلخي هنرمندانو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

په ورته وخت کې د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رياست مشر صالح محمد خليق وايي، په دغه ولايت کې د تېرو کلونو په پرتله هنري چارې ښې شوې دي.

نوموړی پژواک ته وويل، وروستيو کلونو کې بلخي هنرمندانو داسې فلمونه هم جوړ کړي، چې له بېلابېلو هنري موسسو څخه يې ډالۍ او ستاينليکونه تر لاسه کړي دي.

هغه مني چې بلخ ولايت کې د سينما نه شتون يوه لويه شته رامنځته کړې ده.

خليق له خصوصي سکتور څخه غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې پانګونه  وکړي، چې هم ورسره د هنرمندانو ستونزه حل شي او هم له دې لارې ګټه وټه وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور