ګردېز (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٧): د پکتيا د زرمت ولسوالۍ يو شمير اوسېدونکو د ملکي خلکو د وژلو په غبرګون کې د ولايت مقام مخې ته لاريون وکړ او ټينګار يې کاوه چې د پېښې عاملين بايد ونيول شي.
تېره شپه د پکتيا په زرمت ولسوالي کې نظامي عمليات شوي چې د سولې د ولايتي کمېټې غړى او قومي مخور قوماندان نعيم او د نوموړي د کورنۍ څلور نور غړي په کې وژل شوي دي.
د د زرمت ولسوالۍ د صالح خېلو لسګونه اوسېدونکو د وژل شوو کسانو جسدونه د احتجاج په ډول ولايت مقام مخې ته راوړل او ويل يې چې وژل شوي ټول بې ګناه کسان دي.
د قوماندان نعيم ورور غلام محمد وايي چې په پېښه کې يې دوه وروڼه، درې وريرونه او یو د تره زوی وژل شوی دی.
نوموړي پژواک ته وويل چې په وريرونو کې يې دوه د خوست پوهنتون د وروستي کال او يو هم د پکتيا پوهنتون محصل و.
دی وايي: ((زما درې وريرونه او دوه وروڼه يې شهيدان کړل، دلته دې مقام ته راغلی يم، که يې جرم راته ثابت کړي، نورې سزا ته هم اماده يم او که نه يي غوښتنه د دې کوم چې د خدای په خاطر دولته په دولتداري دې وشرمېږه او راته ووايه چې هغه راته وويل او مړ دې کړم.))
د وژل شويو محصلينو ورور عبدالله وايي چې دا ځمکني او هوايي عمليات په خوست ولايت کې مېشتو ضربتي ځواکونو کړي او د شپې لس بجې يې د دوی پر کور چاپه وهلې ده.
ده وويل: ((د شپې لس بجې وې، زما هر ورور يې سر راته ويشتلی دى. ضربتيان و، له خوست نه په هليکوپترونو کې راغلي و، که دوی دغسې کوي، سبا يې بيا موږ هم کوو، زه هم جګېږم.))
د صالح خېلو سيمې قومي مخور ولي جان وايي چې وژل شوی قومي مشر نعيم خان خورا ولسي سړی او له دولت سره په ډېرو چارو کې همکار و.
نوموړی دا ډول عمليات د خلکو د راپارېدو او د دولت په وسله وال مخالفت کې د درېدو عامل بولي.
دی وايي: ((داسې شخصيت و چې پکتيا پرې جوړېده، خپلې پښې دې په خپله ووهلې. ته يې جرم ثابت کړه، نور مې مړ کړه، که يې جرم نشې ثابتولی، نو ولې مې وژنې؟ زرمت ته يې صرف د مرګ پروژه راوړې ده، ما هم وژنه، بل هم وژنه. که مې مجرم يم، که ياغي يم، که دولت مې نه وي منلی، مړ مې کړه، چې دا ټول مې در سره کړي، ولې دې په زرمت پسې رااخيستې ده؟))
دغه راز د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي له خلکو سره د ليدنې په ترڅ کې وويل چې پر دې عملياتو هېڅ امنيتي يا ولايتي اداره په جريان کې نه وه او نه يې په اړه معلومات لري.
login or register a new account.