لومړى تعقيب ، کابل (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٧):د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې په سيمه کې د اور لګېدنې له امله ٣تنه مړه او ٤٢ نور ټپيان شوي دي، چې د شپږو ټپي کسانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.
د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر وحيد الله مايار وويل چې دغه پېښه تېره شپه عبدالحق څلور لارې سره په کابل ټاور کې رامنځته شوې ده .
سرچينې ويلي چې ددغې پېښې ٤٢ټپيان د کابل ښار روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د مايار په خبره، د شپږو ټپيانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.
ده وويل چې په دې پېښه کې درې تنه مړه شوي دي.
د کابل ټاور مالک حاجي زيرک پژواک اژانس ته وويل چې اورلګېدنه هغه مهال رامنځته شوه چې د احمديار په نامه د تيلو ټانک کې ګاز تخليه کېده، لومړى د برګ په نامه هوټل چې ددې تعمير په لومړي پوړ کې و اور واخيست او بيا ټول تعمير ته وغځېد.
هغه زياته کړه چې هرکله به د شپې له طرفه تيل او ګاز په دغه ټانک کې تخليه کېدل چې تېره شپه د ګاز د يوه پايپ د ليک کېدو له امله دغه اور رامنځته شوى دى.
ده وويل چې ٩٠ سلنه دغه ټاور سوڅېدلى چې شاوخوا ٢٠ ميليونه ډالره زيات ورته اوښتى دى.
د برګ په نامه رستورانټ مالک جمشيد پژواک ته وويل چې اور په احمديار تيلو ټانک کې د ګاز د تخليې پرمهال رامنځته شوى او بيا يې کابل ټاور ته سرايت کړى دى.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې د کابل ټاور ٥٠اپارتمانونه سوځېدلي دي.
ده وويل چې د تيلو ټانک مالک بايد اوښتى زيان ورکړي .
خو يوتن چې د احمديار تيلو ټانک مالک معرفي کوي وايي چې که اور لګېدنه په ټانک واى نو بايد چې ټانک سوځېدلى واى او يا هغه د ګاز ټانکر سوځېدلى واى چې ددې ټانک په انګړ کې ولاړ و ، اور په برګ رستورانټ کې لګېدلى دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP