Language

په کندهار کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون تړل شوی دفتر بیرته پرانیستل شو

کندهار (پژواک، ۱۷ مرغومی ۹۷): په کندهار کې د ټاکنیزو شکایتونو دفتر چې د ولسي جرګې د معترضو نوماندانو له خوا د اعتراض په توګه تړل شوی و، نن بېرته پرانیستل شو.

معترضو نوماندانو چې وار له مخه یې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون دفتر هم تړلی، څو ورځې مخکې له هغه وروسته د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د دفتر دروازه هم وتړله چې د دوی په وینا، شکایتونو ته یې رسېدنه نه کېږي.

دوی غوښتنه کوله چې له بایومټریک پرته کارول شوې رایې نه مني او پاکې رایې دې له ناپاکو رایې بېلې شي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون دفتر نن مازدیګر ناوخته د ولایتي ادارې له خوا له معترضو نوماندانو سره تر خبرو وروسته پرانیستل شو.

په دې اړه د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزيزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه دفتر په پرانیستلو کې د ولایت مقام مرستیال او سرپرست عبدالحنان منیب او معترضو نوماندانو هم ګډون کړی وو.

منیب وویل، د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون دفتر له معترضو نوماندانو سره د یوه تفاهم له مخې پرانیستل شو.

دی زیاتوي، یاد شوی کمېسیون به د ولسي جرګې د معترضو نوماندانو شکایتونه څېړي او د دوی غږ به تر مرکزي ادارې رسوي.

د ده په خبره، د نوماندانو تر څنګ ولس هم حق لري چې رایو ته یې د قدر په سترګه وکتل شي او هغه کسان ولسي جرګې ته لار پیدا کړي چې دوی انتخاب کړي وي.

د معترضو نوماندانو له ډلې مولوي محمد منظور حسیني وویل، له ټاکنو وروسته یې خپل اعتراضونه روان ساتلي، ځکه کندهار کې پراخې درغلۍ شوي او دا د اړوندو ادارو دنده چې په دې اړه څېړنه وکړي او د دوی شکایتونه رسېدنه وکړي.

دی وايي، د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون د دفتر له بېرته پرانیستو سره یې پر همدې بنسټ موافقه کړې چې دغه اداره به د دوی شکایتونه څېړي او پاکې رایې به له ناپاکو جلا کوي.

د معلوماتو له مخې، د کندهار د ولسي جرګې د ټاکنو د لومړي لیست تر اعلان وروسته د ټاکنیزو شکایتونو له کمېسیون سره تر ۱۳۰ زیات شکایتونه ثبت شوي دي.

و مو غوښتل په دې اړه د دې ادارې د چارواکو نظر واخلو، خو و نه توانېدو.

login or register a new account.

Related Topics