Language

وچکالۍ د ارغستان ولسوالۍ ۵۰ سلنه باغونه وچ کړي دي

کندهار (پژواک، ۱۹ مرغومی ۹۷): د کندهار د ارغستان اوسېدونکي وايي، وچکالۍ د دغې ولسوالۍ ۵۰ سلنه باغونه وچ کړي چې له همدې امله یې سږ کال د انارو حاصلات هم کم وو.

خلک وايي، د وچکالۍ له امله تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ډېره ټېټه شوې او د کارېزونو اوبه ۸۰ سلنه کمې شوي، د دغې ستونزې د حل لپاره باید حکومت د دغې ولسوالۍ د لوړې بند جوړ کړي.

د یادې شوې ولسوالۍ قومي مشران وايي، د دغې ستونزې د حل په موخه ولایت مقام، ولایتي شورا او ولسمشر ته هم ورغلي دي.

د حاجي خدایداد په نوم د دغې ولسوالۍ یوه قومي مشر پژواک خبري اژانس ته وویل، د روانې وچکالۍ له امله تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ډېره ټیټه شوې او خلک نه شي کولای په خپلو امکاناتو کروندې او باغونه خړوب کړي.

د ده په خبره، خلک په تمه دي چې ګوندې بارانونه وشي، خو دا دی ژمی پيل شوی او د باران درک نشته.

نوموړی وايي، که څه هم روانې وچکالۍ ټول کندهار ځپلی، خو ارغستان د هغو ولسوالیو له ډلې ده چې وچکالي په کې تر نورو ډېره ده.

دی زیاتوي، د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ژوند پر کرنه او مالداري ولاړ دی چې روانې وچکالۍ دواړه اغېزمن کړي او ان د خلکو ۵۰ سلنه باغونه وچ شوي دي.

د ده په خبره، له همدې امله سږ کال د انارو حاصلات بېخي کم وو.

دی وايي، د اوبو د کمښت بنسټیز حل د دغې ولسوالۍ د لوړې بند جوړول دي چې چارواکو یې په وار وار د جوړولو ژمنه کړې، خو تر اوسه عملاً هیڅ نه دي شوي.

د دې ولسوالۍ یو بل مشر ملا اغا جان وايي، کروندګر او باغ لرونکي خپلې کروندې او باغونه د کارېزونو د اوبو په وسیله خړوبوي، خو د وچکالۍ له امله یې اوبه ۸۰ سلنه کمې شوې دي.

د ده په وينا، د همدې ستونزې له امله خلک خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

نوموړی هم غوښتنه کوي چې حکومت دې د لوړې بند ورغوي څو د دې ولسوالۍ د اوبو د کمښت ستونزه حل شي او د خلکو یواځینۍ عایداتي سرچینه کرنه او مالداري بیرته په پښو ودرېږي.

login or register a new account.