منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۳۹ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

وچکالۍ د ارغستان ولسوالۍ ۵۰ سلنه باغونه وچ کړي دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۵۰ کتنې

کندهار (پژواک، ۱۹ مرغومی ۹۷): د کندهار د ارغستان اوسېدونکي وايي، وچکالۍ د دغې ولسوالۍ ۵۰ سلنه باغونه وچ کړي چې له همدې امله یې سږ کال د انارو حاصلات هم کم وو.

خلک وايي، د وچکالۍ له امله تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ډېره ټېټه شوې او د کارېزونو اوبه ۸۰ سلنه کمې شوي، د دغې ستونزې د حل لپاره باید حکومت د دغې ولسوالۍ د لوړې بند جوړ کړي.

د یادې شوې ولسوالۍ قومي مشران وايي، د دغې ستونزې د حل په موخه ولایت مقام، ولایتي شورا او ولسمشر ته هم ورغلي دي.

د حاجي خدایداد په نوم د دغې ولسوالۍ یوه قومي مشر پژواک خبري اژانس ته وویل، د روانې وچکالۍ له امله تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ډېره ټیټه شوې او خلک نه شي کولای په خپلو امکاناتو کروندې او باغونه خړوب کړي.

د ده په خبره، خلک په تمه دي چې ګوندې بارانونه وشي، خو دا دی ژمی پيل شوی او د باران درک نشته.

نوموړی وايي، که څه هم روانې وچکالۍ ټول کندهار ځپلی، خو ارغستان د هغو ولسوالیو له ډلې ده چې وچکالي په کې تر نورو ډېره ده.

دی زیاتوي، د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ژوند پر کرنه او مالداري ولاړ دی چې روانې وچکالۍ دواړه اغېزمن کړي او ان د خلکو ۵۰ سلنه باغونه وچ شوي دي.

د ده په خبره، له همدې امله سږ کال د انارو حاصلات بېخي کم وو.

دی وايي، د اوبو د کمښت بنسټیز حل د دغې ولسوالۍ د لوړې بند جوړول دي چې چارواکو یې په وار وار د جوړولو ژمنه کړې، خو تر اوسه عملاً هیڅ نه دي شوي.

د دې ولسوالۍ یو بل مشر ملا اغا جان وايي، کروندګر او باغ لرونکي خپلې کروندې او باغونه د کارېزونو د اوبو په وسیله خړوبوي، خو د وچکالۍ له امله یې اوبه ۸۰ سلنه کمې شوې دي.

د ده په وينا، د همدې ستونزې له امله خلک خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

نوموړی هم غوښتنه کوي چې حکومت دې د لوړې بند ورغوي څو د دې ولسوالۍ د اوبو د کمښت ستونزه حل شي او د خلکو یواځینۍ عایداتي سرچینه کرنه او مالداري بیرته په پښو ودرېږي.

د ارغستان ولسوال حاجي بشیر احمد هم وايي چې وچکالۍ سږ کال د دې ولسوالۍ د انارو حاصلات کم کړي وو.

دی زیاتوي، که حکومت د دغې ولسوالۍ د لوړې بند جوړ کړي، نو نه یواځې د دې ولسوالۍ بلکې د تخته پل، ډنډ او دامان ولسوالیو ډېرې شاړې ځمکې به تر اوبو لاندې شي.

د کندهار ولایت مرستیال او سرپرست عبدالحنان منیب وايي، ولسمشر د ارغستان د لوړې بند سروې منظوره کړې چې له بشپړېدو وروسته به یې د جوړولو چارې پيل شي.

هغه دغه راز یادونه وکړه چې له دې بند سره په څنګ کې په دې ولسوالۍ کې د څو وړو بندونو د جوړولو پروژې هم منظور شوي چې په نوي کال کې به یې چارې پيل شي.

په دې اړه د کلیو د براختیا او بیارغونې رییس محمد نسیم ایوبي وايي چې په دې وروستیو کې کندهار ۷۰ سلنه وچکالۍ ځپلی او تر ځمکې لاندې د اوبو کچه ټیټه شوې ده چې د مخنیوي لپاره یې دوی د اوبو د مدیریت چارې پيل کړي دي.

د ده په خبره، دغه اداره توانېدلې چې په تېرو ۵ میاشتو کې د ارغستان تر څنګ په دامان او میوندکې د اوبو ۶ واړه بندونه جوړ کړي چې د باران د اوبو په زېرمه کولو کې به ډېره مرسته وکړي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې په نوي کال کې به هم د ارغستان تر څنګ په بېلابېلو ولسوالیو کې د اوبو ۲۵ واړه بندونه جوړ شي او ۲۵ کارېزونه به ورغول شي.

د ارغستان د لوړې بند د دې ولسوالۍ په سیدانو کلي کې موقعیت لري چې لومړۍ سروې یې شپږ کاله مخکې د یوه نړیوال شرکت له لوري شوې ده.

د شوې سروې له مخې، دغه بند د ۳۵ متره لوړوالي په جوړولو د ۱۷۵ میلیونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري چې د ارغستان په ګډون د پنځو نږدې ولسوالیو د اوبو د کمښت ستونزه حلولی شي او شاوخوا ۲ مېګاواټه برېښنا هم تولیدولی شي.

د دغه بند د جوړولو په موخه ۳۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده چې د اړتیا وړ څېړنې یې ۱۸ میاشتې او جوړول یې ۳ کاله وخت غواړی.

ارغستان ولسوالي د کندهار ښار په سوېل ختيځ کې ډيورنډ کرښې ته څېرمه د ١٠٠ کيلومتره په واټن پرته ده، دغه ولسوالي د پاکستان د بلوچستان ايالت له منزکي او د زابل ولايت له شهرصفا ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې