جلال اباد (پژواک، ۲۱ مرغومی ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د افغان او بهرنيو ځواکونو بريدونو کې د دولت ۷ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۷ نور ژوندي نيول شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د مرغومي په ۲۱مه پژواک اژانس ته وويل، د ملي امنيت ریاست موظفينو له لوري د دې ولايت په مربوطاتو کې د يو قوماندان په ګډون پنځه طالبان او دوه داعش وسله وال نيول شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې يادو وسله والو مخالفينو د دغه ولايت په مرکز جلال اباد ښار خوږياڼو، شينوارو، دوربابا او بټي کوټ ولسوالۍ کې تخريبې او تروريستي کړنې تر سره کولې او د همدې سيمو په مربوطاتو کې نيول شوي دي.
هغه زياته کړه، په نيول شويو وسله والو مخالفينو کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان او درې غړي او د داعش وسله والو د ښاري شبکې دوه غړي شامل دي.
خوږياڼی زياتوي، د داعش ښاري شبکې غړو سره درې تومانچې، چې يوه يې بې غږه ده او يو کلاشنکوف هم نيول شوي او غوښتل يې، چې په جلال اباد ښار کې دولتي کارکوونکي ترور کړي.
دی وايي، نيول شويو وسله والو مخالفينو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او په ملي امنيت رياست کې د نورو پوښتنو او څيړنو لاندې دي.
د يو بل خبر له مخې بهرنيو ځواکونو د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې د بريد په ترڅ کې اته داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو وياند جګړن محمد هارون يوسفزي پژواک ته وويل، چې دغه بريد تېره شپه د هسکې مېنې ولسوالۍ نرۍ اوبو سيمه کې د داعش په مرکز شوی، چې ۷ وسله وال په کې وژل شوي او يو بل ټپي دی.
داعش او طالب وسله والو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن