پل علم (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٧): افغان ځانګړو ځواکونو په لوګر کې له دوو زېرمو يو شمېر وسلې، پنځوس زره کيلوګرامه چاودېدونکي او ٥٣ زره کيلوګرامه نشه يي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د مرغومي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پوليسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه د ازرې ولسوالۍ په غوږيز سيمه کې د وسله والو طالبانو د وسلو او نشه يې توکو پر يوه پټنځاى عمليات ترسره کړي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، له دې زېرمې يوه دهشکه، دوه کلاشينکوفونه، دوه تومانچي، يو ډاډسن موټر، پنځوس زره کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او ٥٣زره کيلوګرامه چرس ترلاسه شوي چې په سيمه کې يې له منځه وړي دي.
دغه راز احمدزي وويل، یادو ځواکونو تېره شپه په خروار ولسوالۍ کې هم د طالبانو د وسلو یوه زېرمه کې دوه ميله کلاشينکوف، دوه امريکايي تومانچي او لاسي بمونه کشف او ترلاسه کړي دي.
د نوموړي په وينا، په دغو عملياتو کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او بريالي ترسره شوي دي.
همدارنګه د کورنيو چارو وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ياد عمليات تاييد کړي دي.
دغه راز د لوګر په ولايتي شورا کې د ازرې استازي عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې د افغان ځواکونو دغه ډول عمليات د امنيت په ټينګښت کې بريالي تمامېږي.
ده زياته کړه: ((د تېرې شپې عملياتو وښوده چې په لوګر کې د وسلو ډېرې زېرمې دي، امنيتي ځواکونه بايد خپل دغو عملياتو ته ادامه ورکړي.))
بل لور ته د يادو عملياتو په اړه تر اوسه طالبانو څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، ازره او خروار د لوګر نا امنه ولسوالۍ دي چې ډېرې سيمې یې له وسله والو طالبانو سره دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP