Language

د بلخ دولتي ادارو مهمې څوکۍ پلورل شوې دي

مزارشريف (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۷): د بلخ ولايتي شورا رييس وايي چې يو شمېر کسانو د پيسو په بدل کې د بلخ د دولتي ادارو پر څوکيو تکيه وهلې ده.

له دې سره بيا د بلخ د استيناف څارنوالۍ نوی رييس وايي چې په دغه ولايت کې له اداري فساد او زورواکۍ سره مبارزه يې په لومړيتوب کې ده.

د افغانستان د لويې څارنوالۍ مالي او اداري مرستيال وحيدالدين ارغون مزارشريف ته د خپل سفر پر مهال د مرغومي په ۲۳مه د بلخ استيناف څارنوالۍ لپاره نوی رييس معرفي کړ.

نوموړي په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې وويل چې اداري فساد، له قانونه تېښته، او زورواکي د قانون پر وړاندې لويې ننګونې دي چې په وينا يې دوی يې د مخنيوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي دي.

هغه زياتوي چې لويه څارنوالي د خپلو هڅو د لا اغېزمنتيا په موخه يو لړ اصلاحات تر لاس لاندې نيولي چې د بلخ د څارنوالۍ لپاره د نوي رييس ټاګل د همدې اصلاحاتو بېلګه ده.

ارغون زياته کړه، لويه څارنوالي هڅه کوي څو د عدالت او قانون پلي کېدو په برخه کې د ټول هېواد په کچه موثر اقدامات وکړي.

ده وويل: ((اداري فساد او رشوت زموږ د کارونو پر وړاندې جدي ستونزې دي چې له امله يې نړيوالې ټولنې، بهرنيو ملاتړ کوونکو او سازمانونو پر وړاندې زموږ حيثيت ته صدمه رسولې ده، موږ متعهد يو چې په مرکز او ولايتونو کې به د يادې پديدې د مخنيوي په موخه لازم او هر اړخيز ګامونه پورته کړو.))

د هغه په وينا، په بلخ کې هم د اداري فساد، وظيفوي غفلت او قانون ماتونې په اړه ډېرې ادعاوې موجودې دي چې د ياد ولايت د څارنوالۍ نوی رييس به يې پر وړاندې مسوولانه چلند وکړي.

د لويې څارنوالۍ مرستيال همدا راز وويل چې له فاسدینو او زورواکو سره هېڅ ډول تعامل نه کوي او په دې برخه کې يې حوصله پای ته رسېدلې ده.

د هغه په وينا، په لويه کچه د فاسدینو پر وړاندې د جدي مبارزې بشپړه اجماع رامنځته شوې او دوی ژمن دي چې د قانون پلي کېدو برخه کې به خپلې هڅې په ټول جديت سره جاري وساتي.

په ورته وخت کې بيا د بلخ ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد وايي چې د فلسدینو او قانون ماتوونکو پر وړاندې د دولتي ادارو د اقداماتو خبره يواځې تر شعاره محدوده پاتې ده.

نوموړي پژواک ته وويل چې د عدلي او قضايي ارګانونو مسوولين تل شعارونه ورکوي خو د عمل په ميدان کې خلک ويني چې خپلې ژمنې بيا نه شي پوره کولای.

login or register a new account.