مزارشريف (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۷): د بلخ ولايتي شورا رييس وايي چې يو شمېر کسانو د پيسو په بدل کې د بلخ د دولتي ادارو پر څوکيو تکيه وهلې ده.
له دې سره بيا د بلخ د استيناف څارنوالۍ نوی رييس وايي چې په دغه ولايت کې له اداري فساد او زورواکۍ سره مبارزه يې په لومړيتوب کې ده.
د افغانستان د لويې څارنوالۍ مالي او اداري مرستيال وحيدالدين ارغون مزارشريف ته د خپل سفر پر مهال د مرغومي په ۲۳مه د بلخ استيناف څارنوالۍ لپاره نوی رييس معرفي کړ.
نوموړي په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې وويل چې اداري فساد، له قانونه تېښته، او زورواکي د قانون پر وړاندې لويې ننګونې دي چې په وينا يې دوی يې د مخنيوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي دي.
هغه زياتوي چې لويه څارنوالي د خپلو هڅو د لا اغېزمنتيا په موخه يو لړ اصلاحات تر لاس لاندې نيولي چې د بلخ د څارنوالۍ لپاره د نوي رييس ټاګل د همدې اصلاحاتو بېلګه ده.
ارغون زياته کړه، لويه څارنوالي هڅه کوي څو د عدالت او قانون پلي کېدو په برخه کې د ټول هېواد په کچه موثر اقدامات وکړي.
ده وويل: ((اداري فساد او رشوت زموږ د کارونو پر وړاندې جدي ستونزې دي چې له امله يې نړيوالې ټولنې، بهرنيو ملاتړ کوونکو او سازمانونو پر وړاندې زموږ حيثيت ته صدمه رسولې ده، موږ متعهد يو چې په مرکز او ولايتونو کې به د يادې پديدې د مخنيوي په موخه لازم او هر اړخيز ګامونه پورته کړو.))
د هغه په وينا، په بلخ کې هم د اداري فساد، وظيفوي غفلت او قانون ماتونې په اړه ډېرې ادعاوې موجودې دي چې د ياد ولايت د څارنوالۍ نوی رييس به يې پر وړاندې مسوولانه چلند وکړي.
د لويې څارنوالۍ مرستيال همدا راز وويل چې له فاسدینو او زورواکو سره هېڅ ډول تعامل نه کوي او په دې برخه کې يې حوصله پای ته رسېدلې ده.
د هغه په وينا، په لويه کچه د فاسدینو پر وړاندې د جدي مبارزې بشپړه اجماع رامنځته شوې او دوی ژمن دي چې د قانون پلي کېدو برخه کې به خپلې هڅې په ټول جديت سره جاري وساتي.
په ورته وخت کې بيا د بلخ ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد وايي چې د فلسدینو او قانون ماتوونکو پر وړاندې د دولتي ادارو د اقداماتو خبره يواځې تر شعاره محدوده پاتې ده.
نوموړي پژواک ته وويل چې د عدلي او قضايي ارګانونو مسوولين تل شعارونه ورکوي خو د عمل په ميدان کې خلک ويني چې خپلې ژمنې بيا نه شي پوره کولای.
نوموړی که څه هم په ښکاره ډول د چا نوم نه اخلي خوا وايي چې لا هم د بلخ په دولتي ادارو کې داسې کسان د مسوولينو په توګه کار کوي چې عملاً دوسيې لري او پر بېلابېلو جرايمو تورن دي.
هغه زياته کړه چې په دولتي ادارو کې د دې ډول کسانو د شتون با وجود څه ډول عدلي او قضايي ارګانونه د فساد کارانو پر وړاندې مبارزې او د قانون د حاکميت خبره کوي.
حديد د کومې مشخصې ادارې نوم وانه خيست خو ويې ويل چې لا هم د بلخ پر يو شمېر دولتي ادارو هغه کسان تکيه وهي چې د پيسو په بدل کې يې دغه ادارې نيولې دي.
د بلخ ولايتي شورا رييس وايي، څو چې د حکومت په رهبرۍ کې د فساد پر ضد د مبارزې چټک اقدامات ونه شي، نو د ولايتونو په کچه هم ياده مبارزه ملموسې پايلې ته نه شي رسېدلای.
هغه وويل: ((دا اوس د بلخ په يو شمېر ولسواليو کې د نا امنيو له امله قاضيان او څارنوالان نشته، دوی څنګه شعارونه ورکوي چې موږ قانون او عدالت پلی کوو، زما په نظر ستونزې ډېرې زياتې دي او موږ هيله من يو چې د بلخ د څارنوالۍ نوی رييس يې په مخنيوي کې بريالی شي.))
حديد زياته کړه چې بلخ خلک د دې انتظار نه لري چې سل سلنه به قانون پلی کېږي، خو هيله لري چې د هغه فساد مخه ونيول شي چې په ښکاره ډول روان دی.
په ورته وخت کې د بلخ استيناف څارنوالۍ لپاره نوی معرفي شوی رييس سيف الله پوپل حفيظي په خپلو خبرو کې وويل چې له فساد کارانو سره مبارزه يې په کاري لومړيتوب کې ده.
نوموړي زياته کړه چې په هېڅ ګوند او سياسي جريان پورې اړه نه لري او د بلخ خلکو ته د صادقانه خدمت په موخه رالېږل شوی دی.
هغه له ديني علماوو، مدني فعالانو رسنيو او قومي مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې د دوی کړنې په دقيق ډول وڅاري.
د بلخ د استيناف څارنوالۍ نوي رييس همدا راز وويل چې د خپلو هڅو او کړنو معلومات به د بلخ له ولسونو سره شريکوي.
د اداري فساد او بې عدالتۍ مخنيوی، د ښځو پر وړاندې له تاوتريخوالي سره مبارزه، د نشه يي توکو پر ضد مبارزه، د قانون حاکميت او د تروريز پر ضد قاطعانه اقدامات د بلخ د استيناف څارنوالۍ نوي رييس خپل کاري لومړيتوبونه ياد کړل.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










