Language

د کندهار اوسېدونکي: د کورنیو تولیداتو بیه د بهرنیو هغو په پرتله لوړه ده

کندهار (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۷): د کندهار اوسېدونکي وايي، له بهر څخه د را واردو شوو خوراکي او غیر خوراکي توکو په پرتله په کور دننه د تولید شوو توکو بیه لوړه ده چې له همدې امله یې ډېر خلک اخیستو ته زړه نه ښه کوي.

خو صنعتکاران وايي، که څه هم د برېښنا کمښت، د تخنیکي کارګرو نشتوالی او پر خامو توکو لوړې مالیې صنعت زیانمن کړی، بیا یې هم هڅه کړې ده چې د تولیداتو بیه یې مناسبه او کیفیت یې د بهرنیو هغو په پرتله لوړ وي.

د کندهار ښار د درېیمې ناحیې اوسېدونکي محمد اجمل پژواک خبري اژانس ته وویل، په ډېرو مواردو کې د کورنیو تولیداتو بیه د بهرنیو هغو په پرتله لوړه ده او خلک هڅه کوي هغه توکي واخلي چې بیه یې ټيټه وي.

نوموړي یو شمېر خوراکي او غیر خوراکي بېلابېل توکي لکه غوړي، غیر الکولي مشروبات، پروسس شوي حبوبات، لوښي، پلاستيکي پايپونه، تعمیراتي توکي او نور یاد کړل چې هم په کور دننه تولیدېږي او هم له ګاونډيو هېوادونو واردېږي.

دی وايي، کله چې خلک بازار ته د سودا لپاره ځي، نو پلورونکي ورته د کورنیو او بهرنیو دواړو توکو بیې وړاندې کوي چې د بهرنیو هغو بیې ټيټې وي.

د ده په خبره، له بده مرغه په خلکو کې لا تر اوسه دا فکر حاکم دی چې ګواکې د بهرنیو توکو کیفیت به د کورنیو توکو په پرتله ښه وي، نو ځکه له ګاونډیو هېوادونو څخه د واردو شوو توکو اخیستو ته ترجیح ورکوي.

دی وايي، په کار ده په ټوله کې حکومت او بیا صنعتکاران پر دې کار وکړي چې څنګه کولای شي په کور دننه د تولید شوو توکو کیفیت او بیه ښه شي څو خلک مجبور نه شي بهرني وارد شوي توکي واخلي.

د کندهار ښار یو بل اوسېدونکی عبدالوهاب وايي، له بده مرغه د کلونو په تېرېدو لا هم کورنیو تولیداتو د خلکو تر منځ خپل ارزښت نه دی ساتلی.

ده پژواک ته وویل، یوه ستونزه دا هم ده چې ډېر خلک په دې نه دي خبر چې په کور دننه کوم څه تولېدېږي او یا ولې باید د بهرنیو واردو شوو توکو پر ځای د کورنیو توکو کارولو او اخیستلو ته زړه ښه کړي.

نوموړي په دې برخه کې صنعتکاران هم ګرم وبلل چې د خپلو توکو د بازار موندنې لپاره یې د پوهاوي او اعلاناتو په برخه کې کار نه دی کړی.

خو دی پر دې هم ټینګار کوي چې حکومت باید له بهر څخه د هغو توکو پر واردولو بندیز ولګوي چې په کور دننه تولیدېږي او د خلکو اړتیا یې هم پوره کړې ده.

د ده په خبره، دا د حکومت دنده ده چې صنعتکاران د دې جوګه کړي چې تولید شوي توکي یې د کیفیت او بیې له مخې له بهرنیو هغو سره سیالي وکړای شي.

login or register a new account.