منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۱۶ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۱° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار اوسېدونکي: د کورنیو تولیداتو بیه د بهرنیو هغو په پرتله لوړه ده

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۱۴ کتنې

کندهار (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۷): د کندهار اوسېدونکي وايي، له بهر څخه د را واردو شوو خوراکي او غیر خوراکي توکو په پرتله په کور دننه د تولید شوو توکو بیه لوړه ده چې له همدې امله یې ډېر خلک اخیستو ته زړه نه ښه کوي.

خو صنعتکاران وايي، که څه هم د برېښنا کمښت، د تخنیکي کارګرو نشتوالی او پر خامو توکو لوړې مالیې صنعت زیانمن کړی، بیا یې هم هڅه کړې ده چې د تولیداتو بیه یې مناسبه او کیفیت یې د بهرنیو هغو په پرتله لوړ وي.

د کندهار ښار د درېیمې ناحیې اوسېدونکي محمد اجمل پژواک خبري اژانس ته وویل، په ډېرو مواردو کې د کورنیو تولیداتو بیه د بهرنیو هغو په پرتله لوړه ده او خلک هڅه کوي هغه توکي واخلي چې بیه یې ټيټه وي.

نوموړي یو شمېر خوراکي او غیر خوراکي بېلابېل توکي لکه غوړي، غیر الکولي مشروبات، پروسس شوي حبوبات، لوښي، پلاستيکي پايپونه، تعمیراتي توکي او نور یاد کړل چې هم په کور دننه تولیدېږي او هم له ګاونډيو هېوادونو واردېږي.

دی وايي، کله چې خلک بازار ته د سودا لپاره ځي، نو پلورونکي ورته د کورنیو او بهرنیو دواړو توکو بیې وړاندې کوي چې د بهرنیو هغو بیې ټيټې وي.

د ده په خبره، له بده مرغه په خلکو کې لا تر اوسه دا فکر حاکم دی چې ګواکې د بهرنیو توکو کیفیت به د کورنیو توکو په پرتله ښه وي، نو ځکه له ګاونډیو هېوادونو څخه د واردو شوو توکو اخیستو ته ترجیح ورکوي.

دی وايي، په کار ده په ټوله کې حکومت او بیا صنعتکاران پر دې کار وکړي چې څنګه کولای شي په کور دننه د تولید شوو توکو کیفیت او بیه ښه شي څو خلک مجبور نه شي بهرني وارد شوي توکي واخلي.

د کندهار ښار یو بل اوسېدونکی عبدالوهاب وايي، له بده مرغه د کلونو په تېرېدو لا هم کورنیو تولیداتو د خلکو تر منځ خپل ارزښت نه دی ساتلی.

ده پژواک ته وویل، یوه ستونزه دا هم ده چې ډېر خلک په دې نه دي خبر چې په کور دننه کوم څه تولېدېږي او یا ولې باید د بهرنیو واردو شوو توکو پر ځای د کورنیو توکو کارولو او اخیستلو ته زړه ښه کړي.

نوموړي په دې برخه کې صنعتکاران هم ګرم وبلل چې د خپلو توکو د بازار موندنې لپاره یې د پوهاوي او اعلاناتو په برخه کې کار نه دی کړی.

خو دی پر دې هم ټینګار کوي چې حکومت باید له بهر څخه د هغو توکو پر واردولو بندیز ولګوي چې په کور دننه تولیدېږي او د خلکو اړتیا یې هم پوره کړې ده.

د ده په خبره، دا د حکومت دنده ده چې صنعتکاران د دې جوګه کړي چې تولید شوي توکي یې د کیفیت او بیې له مخې له بهرنیو هغو سره سیالي وکړای شي.

خو صنعتکاران بیا وايي چې د صنعت په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، ځکه حکومت د دې پر ځای چې دوی ته اسانتیاوې جوړې کړي، د دوی ستونزې یې ډېرې کړې دي.

د دوی په خبره، د برېښنا کمښت، د تخنیکی کارګرو نشتوالی، پر خامو توکو لوړې مالیې او ګڼې نورې ستونزې هغه څه دي چې صنعت یې زیانمن کړی، خو بیا یې هم هڅه کړې ده چې د تولیداتو بیه یې مناسبه او کیفیت یې د بهرنیو هغو په پرتله لوړ وي.

عبدالباري چې په کندهار صنعتي پارک کې د پلاستیکي پایپونو جوړولو فابریکه لري، وايي د تولیداتو کیفیت یې د ایرانیو او پاکستانیو هغو په پرتله ښه دى او بیه یې هم مناسبه ده.

نوموړي پژواک ته وویل، سره له دې چې په مارکېټ کې ایراني او پاکستاني پایپونه شته، خو د دوی له تولید شوو پایپونو سره سیالي نه شي کولای.

د ده په خبره، دلته صنعتکارانو میلیونونه افغانۍ پانګونه کړې، هغوی د خپلې لګول شوې پانګې په خاطر هم هڅه کوي د تولیداتو بیه او کیفیت دواړه ښه وي.

خو دی وايي، که دولت له دوی سره د برېښنا په ډېروالي، پر خامو توکو د مالیې د کښته کېدو او نورو برخو کې مرسته وکړي، نو د تولیداتو بیې به یې ټيټې او کیفیت لا ښه شي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مشر حاجي نصر الله زهیر هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا د حکومت مسوولیت دی چې هم صنعتکارانو ته اسانتیاوې برابرې کړي او هم د هغو توکو د واردولو مخنیوی وکړي چې په کور دننه تولېدېږي او اړتیا یې پوره کړې وي.

دی زیاتوي، حکومت پر نږدې ۸۰۰ قلمه خامو توکو له ۱۵ تر ۲۰ سلنه مالیه اخلي چې دغه چاره د کورنیو تولیداتو بیه لوړوي او بازار له لاسه ورکوي.

ده وویل: ((مخکې پر خامو توکو ۵ سلنه مالیه اخیستل کېده، خو اوس پر ځینو توکو ۱۷ او پر ځینو ۲۰ سلنه مالیه اخیستل کېږي چې دغه خام مواد شاوخوا ۸۰۰ قلمه کېږي چې په فابریکو کې د بېلابېلو توکو د تولیدولو په پروسس کې کار ورڅخه اخیستل کېږي.))

دی وايي، د دې تر څنګ بله ستونزه دا ده چې په هېواد کې دننه ګڼ توکي تولېدېږي، خو بیا هم له بهرنیو هېوادونو هماغه توکي را واردېږي چې د کورني تولیداتو بازار یې خراب کړی دی.

کندهار کې د مالي متشبیثینو د ټولنې مشر حاجي رحم الدین اغا هم وايي چې د ګڼو نورو ستونزو تر څنګ ان په کندهار صنعتي پارک کې د صنعتکارانو لپاره هم هیڅ اسانتیاوې نشته.

ده پژواک اژانس ته وویل، له یوې خوا د برېښنا د کمښت له امله ګڼې فابریکې تړلې دي، له بلې خوا په صنعتي پارک کې د کلونو په تېرېدو هم هیڅ اسانتیاوې لکه سړک، د اوبو سیسټم، روغتیايي مرکز، اطفایه او نور جوړ نه شول.

دی وايي، حکومت باید د صنعتکارانو دغو ستونزو ته پام وکړي او د حل لپاره یې اقدام وکړي، په دې توګه به صنعتکاران وتوانېږي ښه تولید ولري چې هم یې کیفیت د بهرنیو هغو په پرتله ښه وي او هم یې بیه.

د کندهار د صنعتکارانو د ټولنې مرستیال فیض الحق مشکاني وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې د برېښنا د کمښت له امله د کندهار د صنعتي پارک یواځې ۱۵۴ فابریکې نیمه فعالې دي، خو ۱۳۵ نورې یو مخ بندې دي.

دی وايي، په کندهار کې له ٢٠٠ ډېرې فابريکې شته چې پنبه، غوړي، کنجاړه، صابون، يخ، د کارتن لپاره کاغذ، پلاستيکي پايپونه، لوښي، بېلابېل خوراکي توکي، غير الکولي مشروبات او نور په کې تولیدېږي، چې شاوخوا ٥ زره تنه په کې په بېلابېلو کارونو بوخت دي.

خو نوموړی زیاتوي چې ډېرې دغه فابريکې د برېښنا د نشتوالي له امله تړلي او يا نيمه فعاليت لري چې پانګه وال يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړی دغو ستونزو ته د حکومت پاملرنه غواړي او وايي، که حکومت دغو ستونزو ته پام و نه کړي، نو صنعت وده نه شي کولای.

د کندهار د صنایعو او معدن خونې مسوولین وايي چې د صنعتکارانو د ستونزو د حل لپاره کار کوي.

د دغې خونې مسوول فیض الله هوډمن وايي، اړوندې خونې په دې وروستیو کې یوه نوې اداره تشکیل کړې او د دغې ادارې دنده دا ده چې د صنعتکارانو ستونزې په ګوته د حل لارې ورته ومومي.

ده زیاته کړه، دوی به وتوانېږي چې تر یوه حده د صنعت په برخه کې شته ستونزې هوارې کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد