پل علم (پژواک، ٢٥ مرغومى ٩٧): د لوګر يو شمېر اوسېدونکي وايي، د والي د کار په دفتر کې يې عريضي او نور کارونه نه اجرا کېږي چې له امله يې دوى له ګڼو ستونزو سره مخ دي خو چارواکي بيا دغه څرګندونې ردوي.
د اړوندې موضوع په اړه د څرخ ولسوالۍ د پنګرام سيمې اوسېدونکي حسيب الله د مرغومي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرې چهارشنبې په ورځ يې د والي د امضا لپاره خپله عريضه د ولايت مقام ته سپارلې ده.
هغه وايي: ((زه له ولسوالۍ نه راغلم، دلته د اوسېدو ځاى هم نه لرم، د والي د يوې امضا لپاره دا څو ورځې کېږي، په هوټل کې پروت يم، دا موږ ته ډېر سخت تمامېږي، د نورو واليانو په وخت کې به زموږ کار ډېر ژر خلاصېده.))
دا مهال محمد انور اسحاقزى د لوګر د والي په توګه دنده ترسره کوي.
دغه راز د محمد اغې ولسوالۍ د ابازک سيمې اوسېدونکي لعل اغا پژواک ته وويل چې له څو ورځو راهيسې کوي څو خپله عريضه مستقيم والي ته وسپاري خو څوک يې د والي دفتر ته نږدې هم نه پرېږدي.
ده وويل: ((زه بايد خپله عريضه مستقيم والي ته وسپارم، پر دې نورو باور نه لرم، خو زه چې فکر کوم هېڅ امکان نه لري چې دا خلک ما ته د والي د ليدو اجازه راکړي، يواځې زه نه يم دلته نور ډېر کسان هم دي چې له څو ورځو راهيسې ګرځي څو خپله والي پيدا کړي، خو امکان نه لري.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د لوګر والي ټول صلاحيتونه ځان ته محدود کړي، بل هېچا ته يې د ولايت په استازيتوب د لاسليک کولو اجازه نه ده ورکړې.
د لوګر يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د لوګر والي ډېرى وخت په شخصي ملاقاتونو بوخت وي.
د اړوندې موضوع په اړه د لوګر ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې ځينو کسانو د يادې ستونزې په اړه دوى ته هم شکايتونه کړي دي.
خو دى وايي: ((مشکل په والي کې نه دى، هغه هره ورځ خپل د مېز شاته ناست وي، څو د خلکو کارونه خلاص کړي، خو دا چې هره عريضه او هره پاڼه بايد د والي له امضا او قلم څخه تېره شي، ټول مشکل همدې پيدا کړى دى.))
د وکيل په وينا، د لوګر والي له تېرو لسو مياشتو راهيسې مرستيال نه لري چې اړوند چارواکي بايد دغه ستونزه هم هواره کړي.
ده ژمنه وکړه چې د خلکو ياده ستونزه به ډېر ژر د لوګر له والي سره شريکه کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP