مزارشريف (پژواک، ۳۰ مرغومی ۹۷): د بلخ ولايت ښځينه خبريالانې او د رسنيو کارکوونکې وايي، له جدي ستونزو سره مخې دي او په وينا يې که يې مشکلات حل نه شي، نو رسنيز کارونه به پرېږدي.
د رسنيو او خبريالانو د دفاع ټولنې هم د ښځينه خبريالانو اندېښنې تاييدوي او زياتوي چې نا امني، کم معاش او جنسيتي چلند د ښځينه ژورنالېستانو پر وړاندې جدي ستونزې دي.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رياست له خوا د مرغومي په ۳۰مه د ښځينه خبريالانو د ستونزو اورېدو او حل لارو په تړاو غونډه جوړه شوې وه.
په ياده غونډه کې د بلخ لسګونه ښځينه خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو ګډون کړی و.
خبريالې مهناز موزون د ياد کنفرانس په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، افغانستان د خبريالانو ژوند ته د ور پېښو خطرونو له اړخه د نړۍ په کچه تر ټولو خطرناک هېواد دی.
هغه زياتوي، په دغسې هېواد کې د مېرمنو لپاره ډېره ستونزمنه ده چې بيا هم رسنيزو چارو ته مخه کوي او د خبريالۍ په توګه دندې ترسره کوي.
نوموړې زياته کړه، د ښځينه خبريالانو د کاري ساحې پر وړاندې تر ټولو لوی ګواښ نا امني ده چې دوی د ځاني خونديتوب خطر احساسوي.
د هغې په وينا، د نا امنيو په ډېرېدو سره يو شمېر کورنۍ اجازه نه ورکوي چې د کور ښځينه غړې يې د خبريالۍ دنده پر مخ بوځي چې په وينا يې له همدې امله د ښځينه خبريالانو شمېر کم شوی دی.
مېرمن موزون په خپلو خبرو کې همدا راز وويل چې په ټولنه کې پخوانی سنتي دود او د ښځو پر وړاندې غلطې مفکورې هم نور هغه موارد دي چې د ښځينه ژورنالېستانو کاري چاپېريال يې ستونزمن کړی دی.
د هغې په خبره، پر دې ټولو ستونزو سربېره بيا هم ښځينه خبريالانې خپل همت له لاسه نه ورکوي او دغه خطرناکه دنده پر مخ بيا يي.
په بلخ کې د يوه سيمه ييز ټلوېزيون خبرياله محبوبه محمدي بيا وايي، ښځينه خبريالانو لپاره د نا امنۍ تر څنګ د معاش او حق الزحمې کموالی هم لويه ستونزه ده.
هغه زياتوي: ((بلخ کې د نارينه خبريالانو په پرتله ښځينه خبريالانو ته رسنۍ معاشونه کم ورکوي او يا يې هم بېخي نه ورکوي چې له همدې امله دغه خبريالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP