مزارشريف (پژواک، ۳۰ مرغومی ۹۷): د بلخ ولايت ښځينه خبريالانې او د رسنيو کارکوونکې وايي، له جدي ستونزو سره مخې دي او په وينا يې که يې مشکلات حل نه شي، نو رسنيز کارونه به پرېږدي.
د رسنيو او خبريالانو د دفاع ټولنې هم د ښځينه خبريالانو اندېښنې تاييدوي او زياتوي چې نا امني، کم معاش او جنسيتي چلند د ښځينه ژورنالېستانو پر وړاندې جدي ستونزې دي.
د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رياست له خوا د مرغومي په ۳۰مه د ښځينه خبريالانو د ستونزو اورېدو او حل لارو په تړاو غونډه جوړه شوې وه.
په ياده غونډه کې د بلخ لسګونه ښځينه خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو ګډون کړی و.
خبريالې مهناز موزون د ياد کنفرانس په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، افغانستان د خبريالانو ژوند ته د ور پېښو خطرونو له اړخه د نړۍ په کچه تر ټولو خطرناک هېواد دی.
هغه زياتوي، په دغسې هېواد کې د مېرمنو لپاره ډېره ستونزمنه ده چې بيا هم رسنيزو چارو ته مخه کوي او د خبريالۍ په توګه دندې ترسره کوي.
نوموړې زياته کړه، د ښځينه خبريالانو د کاري ساحې پر وړاندې تر ټولو لوی ګواښ نا امني ده چې دوی د ځاني خونديتوب خطر احساسوي.
د هغې په وينا، د نا امنيو په ډېرېدو سره يو شمېر کورنۍ اجازه نه ورکوي چې د کور ښځينه غړې يې د خبريالۍ دنده پر مخ بوځي چې په وينا يې له همدې امله د ښځينه خبريالانو شمېر کم شوی دی.
مېرمن موزون په خپلو خبرو کې همدا راز وويل چې په ټولنه کې پخوانی سنتي دود او د ښځو پر وړاندې غلطې مفکورې هم نور هغه موارد دي چې د ښځينه ژورنالېستانو کاري چاپېريال يې ستونزمن کړی دی.
د هغې په خبره، پر دې ټولو ستونزو سربېره بيا هم ښځينه خبريالانې خپل همت له لاسه نه ورکوي او دغه خطرناکه دنده پر مخ بيا يي.
په بلخ کې د يوه سيمه ييز ټلوېزيون خبرياله محبوبه محمدي بيا وايي، ښځينه خبريالانو لپاره د نا امنۍ تر څنګ د معاش او حق الزحمې کموالی هم لويه ستونزه ده.
هغه زياتوي: ((بلخ کې د نارينه خبريالانو په پرتله ښځينه خبريالانو ته رسنۍ معاشونه کم ورکوي او يا يې هم بېخي نه ورکوي چې له همدې امله دغه خبريالان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.))
د هغې په وينا، له تېرو څو کلونو راهيسې ښځينه خبريالانو بار بار د خپلو ستونزو په اړه غږ اوچت کړی، خو هېچا يې د مشکلاتو د حل په موخه څه مرسته نه ده ورسره کړې.
هغه زياتوي، که همدغه حالت دوام وکړي، نو ډېرې ښځينه خبريالانې به له خپلو دندو سره مخه ښه وکړي او په کور به کېني.
په شمال زون کې د خبريالانو خونديتوب کمېټې د ښځو څانګې مشره ريحانه رسولي هم وايي، په شمالي ولايتونو کې د نا امنيو په زياتېدو سره د ښځينه خبريالانو پر وړاندې ننګونې هم زياتې شوې دي.
هغه زياتوي، د شمال زون په کچه په وروستيو کلونو کې د ښځينه خبريالانو شمېر کم شوی چې په دوام سره به يې اطلاعاتو ته لاسرسی هم محدود شي.
د دې په خبره، له رسنيو د ملاتړ ټولنو د دې ستونزې د حل په موخه جدي هڅې پيل کړې، خو په وينا يې چې دې برخه کې لا ډېرو هلو ځلو ته اړتيا ده.
په ورته وخت کې د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رييس صالح محمد خليق پژواک خبري اژانس ته وويل چې په بلخ کې د ښځينه خبريالانو د ستونزو ارزولو په موخه دغه کنفرانس يې د ولسمشرۍ ماڼۍ په لارښوونه جوړ کړی دی.
هغه زياتوي، په دغه کنفرانس کې به په دوو مرحلو کې خبرې کېږي چې لومړۍ برخه کې د ستونزو رابرسېره کول او دويم ګام کې هم د يادو ستونزو د حل لارو لټول دي.
خليق زياتوي، د ستونزو تر اورېدو وروسته به اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د يادو مشکلاتو د حل لپاره عملي ګامونه اخلي او دغه راپور به له ولسمشرۍ ماڼۍ سره هم شريکوي.
هغه وويل، يو شمېر څېړنې ښيي چې په دې وروستيو کې په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو شمېر په کمېدو دی، چې په وينا يې حکومت او د خبريالانو د ملاتړ ټولنې بايد کار وکړي څو دغه وضعيت ته بدلون ورکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









