لومړې تعقيب -ميدان ښار(پژواک،۱ سلواغه ۹۷): د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې د ملي امنيت پر ځانګړو ځواکونو په موټربم او وسله وال بريد کې د دغو ځواکونو ١٢ تنه وژل شوي او ٣٠ ټپيان دي.
دغه بريد نن سهار شاوخوا ٧:٣٠ بجې د ميدان ښار اړوند په باغ زنانه سيمه کې چېرته چې د ملي امنيت ځانګړي ځواکونه مېشت دي، ترسره شو.
د دغه ولايت د مطبوعاتي چارو مسوول محب الله شريفزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په سيمه کې يو موټر بم ته چاودنه ورکړل شوه، خو د دويم موټر بم د چاودنې مخه ونيول شوه.
دى وايي، د پېښې په ځای کې درې ځانمرګي بريدګر د افغان امنيتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
د دغه ولايت د عامې روغتيا مشر ډاکټر محمدسالم اصغرخېل وايي چې په دغه بريد کې د ملي امنيت د يادو ځواکونو ١٢ تنه وژل شوي او ٣٠ نور ټپيان دي.
هغه وايي چې له ټپيانو څخه د شپږو تنو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى او کابل ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي. ده وويل چې نور ټپيان د ميدان وردګو په ولايتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
د بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې طالبانو دغه بريد د هاموې ټانک پر مټ کړى دى.
د ده په وينا، د هاموې ټانک پر مټ تر بريد وروسته، يادې قوماندانۍ ته وسله وال طالبان ننوتلي او د يادې قطعې ګڼ شمېر سرتېري او افسران يې وژلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن