کندهار (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه، ۹۷): په کندهار کې د بې پولې ډاکټرانو د سازمان/MSF مسوولین وايي، د دغه ولایت د عامې روغتیا له ریاست سره په همغږي یې په روان کال کې د نري رنځ/توبرکلوز د ۱۶ زره ناروغانو درملنه کړې ده.
دغه څرګندونې په کندهار کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان د دفتر مسوول آلن ایف ډي لاروسا د کندهار له سرپرست والي عبدالحنان منیب سره په لیدنه کې وکړې.
آلن وویل، دغې ادارې هڅې کړې چې په کندهار کې د توبرکلوز د ناروغانو د درملنې په برخه کې غوره خدمات وړاندې کړي.
هغه زیاته کړه، دغه سازمان توانېدلی چې په تېر ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې له عامې روغتیا ریاست سره په همغږۍ د توبرکلوز د ۱۶ زره ناروغانو درملنه وکړي چې ۲۰۰ یې په بشپړه توګه روغ شوي او نور لا هم تر درملنې لاندې دي.
هغه زیاته کړه، دغې ادارې په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې ټولټال د توبرکلوز د ۵ زره ناروغانو درملنه کړې وه چې سږ کال یې ګراف لوړ دی.
دا په داسې حال کې ده چې د دغې ادارې له خوا په کندهار کې د نري رنځ د ناروغانو د درملنې د ځانګړي مرکز د جوړولو چارې هم روانې دي چې ۲۵ بسترونه لري او د یوه کال په موده کې جوړېږي.
هغه زیاته کړه، د دغه مرکز د ودانۍ پر جوړولو ۱،۲ میلیونه یورو لګښت راځي چې د بې پولې ډاکټرانو د سازمان له خوا ورکول کېږي.
دی وايي، له دې سره به په سوېل کې د درملو پر وړاندې د مقاوم نري رنځ ناروغان وکولای شي په یوه پرمختللي او مجهز مرکز کې وړیا درملنه وکړي.
د ده په خبره، اړوند سازمان له تېر کال راهیسې په کندهار کې په فعالیت پيل کړی او تر دې مهاله یې په خپل موقتي مرکز کې سلګونه تنه د مقاوم نري رنځ ناروغان بستر کړي او د هغوی درملنه یې کړې ده.
دی زیاتوي، نری رنځ اوس هم په افغانستان کې لویه ستونزه ده او د روغتیا د نړیوال سازمان د رسمي شمېرو له مخې هر کال د دغه هېواد ۱۳ زره کسان د دغې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
سرپرست والي عبدالحنان منیب په کندهار کې د دغې ادارې له روغتیايي خدماتو مننه وکړه او د لا پراختیا غوښتنه یې وکړه.
هغه زیاته کړه، د بې پولې ډاکټرانو سازمان دې خپل خدمات لرې پرتو ولسوالیو ته هم وغځوي او هلته دې روغتیايي کلینکونه جوړ کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP