منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۱ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کندهار کې د نري رنځ د ۱۶ زره ناروغانو درملنه کړې ده

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۶۹ کتنې

کندهار (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه، ۹۷): په کندهار کې د بې پولې ډاکټرانو د سازمان/MSF مسوولین وايي، د دغه ولایت د عامې روغتیا له ریاست سره په همغږي یې په روان کال کې د نري رنځ/توبرکلوز د ۱۶ زره ناروغانو درملنه کړې ده.

دغه څرګندونې په کندهار کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان د دفتر مسوول آلن ایف ډي لاروسا د کندهار له سرپرست والي عبدالحنان منیب سره په لیدنه کې وکړې.

آلن وویل، دغې ادارې هڅې کړې چې په کندهار کې د توبرکلوز د ناروغانو د درملنې په برخه کې غوره خدمات وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه، دغه سازمان توانېدلی چې په تېر ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې له عامې روغتیا ریاست سره په همغږۍ د توبرکلوز د ۱۶ زره ناروغانو درملنه وکړي چې ۲۰۰ یې په بشپړه توګه روغ شوي او نور لا هم تر درملنې لاندې دي.

هغه زیاته کړه، دغې ادارې په ۲۰۱۷ زېږدیز کال کې ټولټال د توبرکلوز د ۵ زره ناروغانو درملنه کړې وه چې سږ کال یې ګراف لوړ دی.

دا په داسې حال کې ده چې د دغې ادارې له خوا په کندهار کې د نري رنځ د ناروغانو د درملنې د ځانګړي مرکز د جوړولو چارې هم روانې دي چې ۲۵ بسترونه لري او د یوه کال په موده کې جوړېږي.

هغه زیاته کړه، د دغه مرکز د ودانۍ پر جوړولو ۱،۲ میلیونه یورو لګښت راځي چې د بې پولې ډاکټرانو د سازمان له خوا ورکول کېږي.

دی وايي، له دې سره به په سوېل کې د درملو پر وړاندې د مقاوم نري رنځ ناروغان وکولای شي په یوه پرمختللي او مجهز مرکز کې وړیا درملنه وکړي.

د ده په خبره، اړوند سازمان له تېر کال راهیسې په کندهار کې په فعالیت پيل کړی او تر دې مهاله یې په خپل موقتي مرکز کې سلګونه تنه د مقاوم نري رنځ ناروغان بستر کړي او د هغوی درملنه یې کړې ده.

دی زیاتوي، نری رنځ اوس هم په افغانستان کې لویه ستونزه ده او د روغتیا د نړیوال سازمان د رسمي شمېرو له مخې هر کال د دغه هېواد ۱۳ زره کسان د دغې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

سرپرست والي عبدالحنان منیب په کندهار کې د دغې ادارې له روغتیايي خدماتو مننه وکړه او د لا پراختیا غوښتنه یې وکړه.

هغه زیاته کړه، د بې پولې ډاکټرانو سازمان دې خپل خدمات لرې پرتو ولسوالیو ته هم وغځوي او هلته دې روغتیايي کلینکونه جوړ کړي.

د بې پولې ډاکټرانو د سازمان/MSFیو غیر انتفاعي او غیر سیاسي طبي بشري بنسټ دی چې د استقلالیت، بې طرفۍ او عدم تبعیض له اصولو سره سم په افغانستان کې وړیا روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

دغه سازمان د نړۍ له ۷۰ څخه په ډېرو هېوادونو کې فعالیت لري چې اصلي موخه یې هغو خلکو ته روغتیايي خدمت رسول دي چې په وسله والو نښتو، ساري ناروغیو او طبیعي پېښو کې زیانمن شوي وي.

د نړیوالو رسمي اټکلونو له مخې په افغانستان کې هر کال ۶۰ زره کسان د نري رنځ په ناروغۍ اخته کېږي چې ۱۳ زره کسان یې ژوند له لاسه ورکوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا