کندهار (پژواک، ۳ سلواغه ۹۷): د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرام په چوکاټ کې ۱۵۳ پروژې منظورې شوي چې ۱۷۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
په دغو پروژو کې ویالې/کانالونه، د اوبو د وېش جوړښتونه/حقابې، استنادي او محافظوي دېوالونه، د لمریزې برېښنا سیسټم او د څښاک د پاکو اوبو شبکې شاملې دي.
په کندهار کې د ولسي تړون ملي پروګرام مطبوعاتي مسوول عطا محمد هیله من پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغو پروژو په پلي کېدو د دغې ولسوالۍ ۳ زره کسانو ته ۱۰۷ زره کاري ورځې ایجادېږي.
دی وايي، له دغو ۱۵۳ پروژو څخه چې ۱۷۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، د دغې ولسوالۍ ټولټال ۱۵۴ زره او ۶۰۰ کلیوال ګټه اخلي.
د ده په خبره، د دغو پروژو په پلي کېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو په ژوند کې ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته شي او د ۱۹ زره ۹۵۰ جریبه کرنیزې ځمکې لپاره به د اوبو لګولو معیاري سیسټم برابر شي.
هیله من خبر ورکړ چې همدا اوس په یادې شوې ولسوالۍ کې د (ابراهيم زو، مهاجرین،حاجي حیامحمد، حاجي امان الله، حاجي اغا لالي/مرکز، مرجان، پنج پای، ملک رازمحمد او حاجي اغا لالي سپېروان کليو) په نومونو د نهو شوراګانو له خوا د یو شمېر پروژو چارې روانې دي.
په دغو پروژو کې د سیمې د اوسېدونکو په غوښتنه پر ۲۷ زره ۸۰۰ متره کانالونو د اوبو د وېش د ۱۳۵ حقابو جوړول شامل دي چې له مخې به یې ۲ زره ۹۳۰ جریبه ځمکې ته د اوبو لګولو معیاري سیسټم چمتو شي.
دغه راز ده یادونه وکړه چې د ولسي تړون د ملي پروګرام اړوند د ښوونځیو جوړونې پروګرام (اقراء) له مخې په دې ولسوالۍ کې د ۶ لومړنیو او ۲ منځنیو ښوونځيو لپاره د ودانیو جوړولو چارې هم روانې دي.
ده وویل، د دغو ښوونځیو پر جوړولو ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې ۹ زره زده کوونکو ته په کې د زده کړې زمینه برابرېږي.
د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکي د دغو پروژو په پلي کېدو خوښ دي او وايي، له دې سره یې په ژوند کې بدلون او اسانتیاوې راځي.
د دغې ولسوالۍ د سپېروان سیمې یوه اوسېدونکي محمد ګل پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه پروګرام ښېګڼه داده چې د خلکو له غوښتنې او اړتیا سره سم پر بېلابېلو پروژو کار کېږي چې هم د سیمې اوسېدونکو ته په کې کار پیدا کېږي او هم ټولو کلیوالو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته کېږي.
دی وايي، دا چې په دې وروستیو کې کندهار سختې وچکالۍ ځپلی، د دغه پروګرام له مخې جوړو شوو کلونو او د اوبو د وېش حقابو د اوبو د ضایع کېدو مخینوی کړی او ډېرې ځمکې تر اوبو لاندې شوې دي.
login or register a new account.