منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۳۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار پنجوايي ولسوالۍ کې ۱۵۳ پروژې پلې کېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۴ کتنې

کندهار (پژواک، ۳ سلواغه ۹۷): د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پروګرام په چوکاټ کې ۱۵۳ پروژې منظورې شوي چې ۱۷۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

په دغو پروژو کې ویالې/کانالونه، د اوبو د وېش جوړښتونه/حقابې، استنادي او محافظوي دېوالونه، د لمریزې برېښنا سیسټم او د څښاک د پاکو اوبو شبکې شاملې دي.

په کندهار کې د ولسي تړون ملي پروګرام مطبوعاتي مسوول عطا محمد هیله من پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغو پروژو په پلي کېدو د دغې ولسوالۍ ۳ زره کسانو ته ۱۰۷ زره کاري ورځې ایجادېږي.

دی وايي، له دغو ۱۵۳ پروژو څخه چې ۱۷۹ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي، د دغې ولسوالۍ ټولټال ۱۵۴ زره او ۶۰۰ کلیوال ګټه اخلي.

د ده په خبره، د دغو پروژو په پلي کېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو په ژوند کې ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته شي او د ۱۹ زره ۹۵۰ جریبه کرنیزې ځمکې لپاره به د اوبو لګولو معیاري سیسټم برابر شي.

هیله من خبر ورکړ چې همدا اوس په یادې شوې ولسوالۍ کې د (ابراهيم زو، مهاجرین،حاجي حیامحمد، حاجي امان الله، حاجي اغا لالي/مرکز، مرجان، پنج پای، ملک رازمحمد او حاجي اغا لالي سپېروان کليو) په نومونو د نهو شوراګانو له خوا د یو شمېر پروژو چارې روانې دي.

په دغو پروژو کې د سیمې د اوسېدونکو په غوښتنه پر ۲۷ زره ۸۰۰ متره کانالونو د اوبو د وېش د ۱۳۵ حقابو جوړول شامل دي چې له مخې به یې ۲ زره ۹۳۰ جریبه ځمکې ته د اوبو لګولو معیاري سیسټم چمتو شي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې د ولسي تړون د ملي پروګرام اړوند د ښوونځیو جوړونې پروګرام (اقراء) له مخې په دې ولسوالۍ کې د ۶ لومړنیو او ۲ منځنیو ښوونځيو لپاره د ودانیو جوړولو چارې هم روانې دي.

ده وویل، د دغو ښوونځیو پر جوړولو ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې ۹ زره زده کوونکو ته په کې د زده کړې زمینه برابرېږي.

د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکي د دغو پروژو په پلي کېدو خوښ دي او وايي، له دې سره یې په ژوند کې بدلون او اسانتیاوې راځي.

د دغې ولسوالۍ د سپېروان سیمې یوه اوسېدونکي محمد ګل پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه پروګرام ښېګڼه داده چې د خلکو له غوښتنې او اړتیا سره سم پر بېلابېلو پروژو کار کېږي چې هم د سیمې اوسېدونکو ته په کې کار پیدا کېږي او هم ټولو کلیوالو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته کېږي.

دی وايي، دا چې په دې وروستیو کې کندهار سختې وچکالۍ ځپلی، د دغه پروګرام له مخې جوړو شوو کلونو او د اوبو د وېش حقابو د اوبو د ضایع کېدو مخینوی کړی او ډېرې ځمکې تر اوبو لاندې شوې دي.

هغه غوښتنه وکړه چې دغه پروګرام دې همداسې دوامداره شي او لرې پرتو سیمو ته دې هم وغځول شي.

ولسی تړون یو بین الوزارتي ملي پروګرام دی چې په کلیوالي برخه کې په ۳۴ ولایتونو او ۱۲۳ ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی، ښوونه او روزنه، روغتیا، سړکونه، سربندونه، د اوبو لګولو کانالونه، استنادي دېوالونه، پلونه، برېښنا او ګڼې نورې پروژې په بر کې نیسي.

دغه راز په ښاري برخه کې هم په کندهار، هرات، ننګرهاراو مزارشریف کې د سړکونو او ویالو د پراختیا، پارکونو او تفریحې سیمو، د فاضله موادو مدیریت، د ملکیتونو ثبتول، ښځو ته د معیشت پروژې او ښاري زیربناووته د لاسرسي خدمتونه ترسره کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه