جلال اباد (پژواک، ۴ سلواغه ۹۷): د ننګرهار پوهنتون رياست په هلو ځلو د دغه پوهنتون د ښکلا او ځينو برخو د رغولو چارې پيل شوې چې چارواکي وايي، لګښت يې محصلينو، استادانو او سوداګرو په چنده راټولې کړې دي.
د بيارغونې دغه لړۍ د سلواغې په ۴مه پيل شوې او چارواکي هیله من دي چې په بشپړېدو سره به يې ننګرهار پوهنتون نوې بڼه خپله کړي.
د ننګرهار پوهنتون رييس پوهنمل ډاکټر يحيی فهيم پژواک اژانس ته وويل، د بيارغونې په دې لړۍ کې دوه برخې کار کېږي چې يو يې د ښاروالۍ په مالي همکارۍ د پوهنتون د مخې دېوال او بل هم پوهنتون کې دننه د ځينو برخو رغونه ده چې د چندې پر پیسو يې چارې سرته رسېږي.
هغه وايي، د پوهنتون د مخې دېوال تر څنګ به دوه دروازې هم په نوې بڼه ورغول شي چې په يوه دروازه به يې د اساسي قانون کتاب، د لوړو زده کړو وزارت او افغانستان اسلامي جمهوريت لوګو ګانې او په بله دروازه به د يو شمېر مشاهېرو ژوند ليکونه او د پوهنتون تاريخچه وليکل شي.
ده زياته کړه د پوهنتون داخلي کارونو ته داسې پلان جوړ شوی چې يو شمېر لارې يې رغول کېږي او دواړو خواوو ته يې پلې لارې جوړېږي چې د پوهنتون محصلين به د تګ راتګ پرمهال له ښي او کيڼ اړخ څخه کار اخلي.
نوموړي زياته کړه، اوسمهال محصلين د شپې له خوا د مطالعې پر مهال له ستونزو سره مخ دي چې په نوو کارونو کې د پوهنتون چاپېريال کې د روښنايي سيستم په فعالېدو به دغه ستونزه هم حل شي.
د پوهنتون محصلين خوښ دي چې پوهنتون کې يې د بيارغونې کارونه پيل شول او وايي دغه چاره به پوهنتون ته يوه نوې بڼه ورکړي.
د ژورنالېزم پوهنځي يوه محصل محمد ګل پژواک ته وويل، اوسمهال پوهنتون له ګڼو ستونزو سره مخ دی چې حتی ځينې برخې یې داسې نه برېښي چې يوه اکاډميکه ساحه دې وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن