کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۹۷) : په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو اترو ته نږدې سرچینې وایي، چې هلته پرمختګ شوی او ممکن سبا د جمعې په ورځ مهمې پریکړې وشوی.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرون په ټویټر کې لیکلي وو، چې دا خبرې به دپنجشنبې په ورځ هم ادامه لري، سرچینې وایي، چې نن هم ددواړو لوریو ترمنځ خبرې شوې دي او دا خبرې جمعې ورځې ته غځیدلې دي.
دغو سرچینو ویلي، چې په دې خبرو کې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د طالبانو لخوا نړیوال ته د بیا ګواښ نه رامنځته کیدو ضمانت ورکول دي.
نن په ټولنیزو شبکو کې دا خبره ډیره خپره شوه او ویل کیدو چې د ورځې په اوږدو کې به دواړه لوري ګډه اعلامیه ورکوي، خو تر اوسه په رسمي توګه څه نه دي ویل شوي.
د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند چې دا خبرې له نږدې څاري په فیسبوک کې لیکلي وو : (( دامریکا د وتلو خبره فیصله ده، د وخت د کره والي چې به ۶ میاشتو کې به وځی که په یو ن یم کال کې ، سبا د جمعې به ورځ به پریکړه وشي.))
تر دې مخکې هغه یو بل پوسټ کې لیکلي وو، چې د سولې خبرې پای ته ورسیدې، د بهرنیانو وتل حتمي شول، اوربند به ژر اعلان شي ګډه اعلامیه به ژر خپره شی.
بلخوا امریکایي رسنۍ والسټریټ ژورنال خبر ورکړي، طالبانو هوکړه کړې چې بلې هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړی چې د افغانستان له خاورې څخه په نورو هیوادونو بریدونه وکړي.
د قطر ته نږدې کومې سرچینې یادې رسنې ته ویلي، چې طالبان به له داعش او القاعدې سره خپل مخالفت څرګندوي.
په دغو خبرو کې نن د اوربند او د امریکایي اډو په اړه هم ضد او نقیض راپورونه خپاره شوي، خو تر اوسه په رسمي توګه څه نه دي ویل شوي.
بلخوا ولسمشر اشرف غني نن په سویس کې ویلي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا د استازي زلمي خلیلزاد هڅې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره لاره هوارول دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن