مزارشريف ( پژواک، ۱۱سلواغه، ۹۷): د بلخ ولايت يو شمېر ديني عالمان وايي، په افغانستان کې هغه مهال رښتينې سوله ټينګېدلای شي چې د جګړې مخالف جهتونه، امريکا، طالبان او افغان حکومت مخامخ خبرو ته کېني.
دوی چې د سلواغې په ۱۱مه د مزارشريف په ښار کې راټول شوي وو، دغه راز يې پر طالبانو غږ وکړ چې بين الافغاني مذاکراتو ته حاضر شي.
ديني عالم مولوي محمد شجاع پژواک ته وويل چې د دوه متخاصمو مسلمانو طرفونو ترمنځ د روغې جوړې او سولې لپاره رښتينی کار کول د اسلام له نظره تر ټولو غوره کار دی.
هغه زياتوي چې د افغان جګړې مهم جهتونه امريکا، طالبان او افغان حکومت دي چې بايد مخامخ خبرو ته کېني.
د هغه په خبره، که له يادو درېیو جهتونو هر يو په خبرو کې حاضر نه وي؛ نو سوله ناممکنه ده.
نوموړي وويل چې د سولې نه شتون او دوامداره جګړې له امله افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې نور يې د تحمل کولو وس نه لري.
دغه ديني عالم زياته کړه: ((په کومه ټولنه کې چې هره ورځ جنګ، انتحار او هوايي بمبار له خلکو ژوند اخلي، انسانان معيوب او ټپي کوي؛ نو خلک دې پوه شي چې هېڅ وخت به ښه ورځ ونه ويني. ټول طرفونه بايد د جګړې اور مړ کولو لپاره کار وکړي.))
هغه وايي چې په رښتينې سوله کې د ټولو اړخونو خير نغښتی دی.
د مزارشريف يوه بل ديني عالم مولوي عبدالوکيل اخندزاده بيا په دې نظر دی چې د سولې برخه کې هېڅ ډول خنډ د منلو وړ نه دی.
login or register a new account.