منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بلخ عالمان: د جګړې ټولې خواوې دې مخامخ د سولې خبرې وکړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۵ کتنې

مزارشريف ( پژواک، ۱۱سلواغه، ۹۷): د بلخ ولايت يو شمېر ديني عالمان وايي، په افغانستان کې هغه مهال رښتينې سوله ټينګېدلای شي چې د جګړې مخالف جهتونه، امريکا، طالبان او افغان حکومت مخامخ خبرو ته کېني.

دوی چې د سلواغې په ۱۱مه د مزارشريف په ښار کې راټول شوي وو، دغه راز يې پر طالبانو غږ وکړ چې بين الافغاني مذاکراتو ته حاضر شي.

ديني عالم مولوي محمد شجاع پژواک ته وويل چې د دوه متخاصمو مسلمانو طرفونو ترمنځ د روغې جوړې او سولې لپاره  رښتينی کار کول د اسلام له نظره تر ټولو غوره کار دی.

هغه زياتوي چې د افغان جګړې مهم جهتونه امريکا، طالبان او افغان حکومت دي چې بايد مخامخ خبرو ته کېني.

د هغه په خبره، که له يادو درېیو جهتونو هر يو په خبرو کې حاضر نه وي؛ نو سوله ناممکنه ده.

نوموړي وويل چې د سولې نه شتون او دوامداره جګړې له امله افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې نور يې د تحمل کولو وس نه لري.

دغه ديني عالم زياته کړه: ((په کومه ټولنه کې چې هره ورځ جنګ، انتحار او هوايي بمبار له خلکو ژوند اخلي، انسانان معيوب او ټپي کوي؛ نو خلک دې پوه شي چې هېڅ وخت به ښه ورځ ونه ويني. ټول طرفونه بايد د جګړې اور مړ کولو لپاره کار وکړي.))

هغه وايي چې په رښتينې سوله کې د ټولو اړخونو خير نغښتی دی.

د مزارشريف يوه بل ديني عالم مولوي عبدالوکيل اخندزاده بيا په دې نظر دی چې د سولې برخه کې هېڅ ډول خنډ د منلو وړ نه دی.

نوموړي له طالبانو څخه وغوښتل چې د افغان حکومت ټول شرطونه په مخامخ خبرو کې واوري او همدا راز يې له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د طالبانو له هېڅ ډول شرطونو څخه تېښته ونه کړي.

د هغه په وينا، که طرفونه باوري وي چې رښتينې سوله د موقت او عبوري حکومت په راتلو ټينګېدای شي، نو افغان حکومت بايد دا وړانديز هم ومني.

دغه ديني عالم زياتوي چې د سولې د رښتينو مذاکراتو په پايله کې ترلاسه شوي هر ډول نتايج ورته د منلو وړ دي او دوی به خلک وهڅوي چې ملاتړ ورڅخه وکړي.

هغه وويل: ((سوله نه بايد د انتخاباتي کمپاينونو لپاره د وسيلي په توګه وکارېږي، هر څوک چې باور لري د ولس له ملاتړه برخمن دی؛ نو د سولې لپاره دې هر ډول شرايط ومني او بيا چې کله سوله ټينګه شوه؛ نو ټاکنو ته دې ودرېږي. که خلکو رايه ورکړه د افغانستان منتخب جمهور رييس به وي.))

نوموړی وايي چې نور هېڅ يوه افغان ته دا د زغملو نه ده چې په څلورو کلونو کې دې يواځې ۴۵زره عسکر خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د هغه په وينا، څومره چې جګړه غځېږي، نو په هماغه اندازه يې زيانونه هم زياتېږي.

ديني عالم مولوي محمد صادق حقجو بيا په دې نظر دی چې د سولې لپاره بايد رښتينې هڅې وشي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې اوس هم د جګړې طرفونه د سولې د راتلو په برخه کې يواځې شعارونه ورکوي او بس.

هغه زياتوي، روانې جګړې په تېرو اتلسو کلونو کې هېڅ ګټونکی پيدا نه کړ؛ نو په وينا يې چې اوس وخت را رسېدلی؛ څو ښکېل طرفونه د سولې او مذاکراتو له لارې يوه حل ته ورسېږي.

ياد ديني عالم پر افغانانو هم غږ وکړ چې په يوه غږ د جګړې د دوام پر ضد غږ اوچت کړي او همدا راز په خپل منځ کې هم ټول اختلافونه له منځه يوسي.

د بلخ ديني عالمانو په داسې حال کې پر ټولو خواوو د خبرو غږ کړى چې امريکا او طالبان د سولې پر خبرو بوخت دي، خو طالبان له افغان حکومت سره له خبرو انکار کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست