مزار شريف ( پژواک، ۱۴سلواغه ۹۷) : د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د کبانو د توليد او پاللو ۱۱ فارمونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
دغه فارمونه د کرنې وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا جوړ شوي دي.
په شمال زون کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام مسوول فهيم جباري د سلواغې په ۱۴مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو نيم کال وړاندې د يادو فارمونو د جوړېدو چارې په امتحاني ډول پيل شوې وې.
هغه زياته کړه، د وخت په تېرېدو سره معلومه شوه، چې يادو فارمونو د کبانو د توليد او پاللو برخه کې مثبته نتيجه ورکړه، چې په وينا يې نن يې ګټې اخيستنې ته وړاندې کړل.
جباري زياتوي، چې ۱۰ فارمونه د کبانو د پاللو او يو ستر فارم د ماهيانو د توليد لپاره جوړ شوی دی.
د هغه په وينا، له هر فارم څخه د يو نيم کال په موده کې شاوخوا ۸ ټنه کبان توليد شوي، چې ټولټال ۸۰ ټنه کېږي او هر فارم په يو جريب ځمکه کې جوړ شوی دی.
نوموړی وايي، د رسمي شمېرو له مخې هر کال افغانستان ته د ۳۰ ميليونه ډالرو په ارزښت کبان واردېږي، چې د کيفيت له اړخه هم ډېر کمزوري دي.
هغه زياتوي، د يادو فارمونو په ګټه اخيستو او همدا راز نورو ولايتونو ته د دغې لړۍ په غځېدو سره به هڅه دا وي، چې افغانستان د خپلې اړتيا وړ کبان له خپلو داخلي توليداتو څخه پوره کړي.
شمال کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام مسوول دا هم وويل، چې بلخ ولايت کې د کبانو د توليد فارم موجود دی، چې هر کال څه باندې دوه ميليونه د کبانو بچيان توليدوي.
نوموړی وايي، چې وړاندې له دې کروندګرو او ځمکه لرونکو خلکو په عنعنوي ډول د کبانو د پاللو فارمونه جوړ کړي، چې کرنې وزارت به مرسته وکړي، څو ياد فارمونه په معياري ډول ته واړوي.
د هغه په خبره، د مالدارۍ او باغدارۍ ملي پروژې سروې پيل کړې، چې له ارزونې وروسته به شاوخوا ۲۰ نور فارمونه هم په بلخ ولايت کې ايجاد کړي.
د بلخ د کرنې رياست سرپرست ذبيح الله ذوبين پژواک ته وويل، چې د بلخ ولايت اب او هوا د کبانو د توليد او پاللو لپاره ډېره مناسبه ده.
login or register a new account.