منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۴۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلخ کې د کبانو د توليد او پاللو ١١ فارمونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۶ کتنې

مزار شريف ( پژواک، ۱۴سلواغه ۹۷) : د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د کبانو د توليد او پاللو ۱۱ فارمونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

دغه فارمونه د کرنې وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې له خوا جوړ شوي دي.

په شمال زون کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام مسوول فهيم جباري د سلواغې په ۱۴مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو نيم کال وړاندې د يادو فارمونو د جوړېدو چارې په امتحاني ډول پيل شوې وې.

هغه زياته کړه، د وخت په تېرېدو سره معلومه شوه، چې يادو فارمونو د کبانو د توليد او پاللو برخه کې مثبته نتيجه ورکړه، چې په وينا يې نن يې ګټې اخيستنې ته وړاندې کړل.

جباري زياتوي، چې ۱۰ فارمونه د کبانو د پاللو او يو ستر فارم د ماهيانو د توليد لپاره جوړ شوی دی.

د هغه په وينا، له هر فارم څخه د يو نيم کال په موده کې شاوخوا ۸ ټنه کبان توليد شوي، چې ټولټال ۸۰ ټنه کېږي او هر فارم په يو جريب ځمکه کې جوړ شوی دی.

نوموړی وايي، د رسمي شمېرو له مخې هر کال افغانستان ته د ۳۰ ميليونه ډالرو په ارزښت کبان واردېږي، چې د کيفيت له اړخه هم ډېر کمزوري دي.

هغه زياتوي، د يادو فارمونو په ګټه اخيستو او همدا راز نورو ولايتونو ته د دغې لړۍ په غځېدو سره به هڅه دا وي، چې افغانستان د خپلې اړتيا وړ کبان له خپلو داخلي توليداتو څخه پوره کړي.

شمال کې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام مسوول دا هم وويل، چې بلخ ولايت کې د کبانو د توليد فارم موجود دی، چې هر کال څه باندې دوه ميليونه د کبانو بچيان توليدوي.

نوموړی وايي، چې وړاندې له دې کروندګرو او ځمکه لرونکو خلکو په عنعنوي ډول د کبانو د پاللو فارمونه جوړ کړي، چې کرنې وزارت به مرسته وکړي، څو ياد فارمونه په معياري ډول ته واړوي.

د هغه په خبره، د مالدارۍ او باغدارۍ ملي پروژې سروې پيل کړې، چې له ارزونې وروسته به شاوخوا ۲۰ نور فارمونه هم په بلخ ولايت کې ايجاد کړي.

د بلخ د کرنې رياست سرپرست ذبيح الله ذوبين پژواک ته وويل، چې د بلخ ولايت اب او هوا د کبانو د توليد او پاللو لپاره ډېره مناسبه ده.

نوموړی زياتوي، چې کرنې رياست هڅه کوي؛ څو په دغه ولايت کې د فارمونو د جوړېدو لړۍ ته پراختيا ورکړي.

هغه وويل، له يادو لس فارمونو پرته بلخ ولايت کې ۸ فارمونه د خصوصي سکتور او سوداګرو له خوا هم جوړ شوي چې دمګړۍ ګټه ور څخه اخيستل کېږي.

د نوموړي په وينا، د کبانو د توليد او پاللو د يادو لسو فارمونو پر جوړېدو شپږ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

د دهدادي ولسوالۍ اوسېدونکی رازمحمد، چې په خپلې دوه جريبه ځمکه کې يې د کبانو د پاللو دوه فارمونه جوړ کړي وايي چې د کور اقتصادي حالت يې ورسره ښه شوی دی.

هغه وايي، په تېر يو نيم کال کې يې په هر فارم کې شپږزره ماهيان پاللي او بازار ته يې عرضه کړي دي.

د رازمحمد په خبره، په ياد فارم کې څلور کسان په دنده بوخت دي، چې ځانګړې تنخواه لري او د خپلو کورونو لګښت پرې پوره کوي.

نوموړی دا هم وايي، زراعتي توليداتو برخه کې ډېرې ستونزې لري او د وروستيو کلونو د وچکالۍ له امله ځپل شوي هم دي.

هغه اوس خوشحاله دی، چې د ماهيانو فارم جوړېدو سره يې اقتصادي وضعيت هم ښه شوی او زياتوي، چې په يو نيم کال کې يې له يوه فارم څخه ۷سوه زره افغانۍ عايد کړی دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه