کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه۹۷): لويه څارنوالي وايي چې کابل کې پر انټرکانټيننټال هوټل د بريد په تړاو ٢١کسان په بند محکوم شوي دي.
د لويې څارنوالۍ وياند جمشيد رسولي پژواک اژانس ته وويل چې د انټرکانټيننټال هوټل د بريد په تړاو ٢١کسان پېژندل شوي وو چې له دې ډلې ١٣کسان د وظيفوي غفلت له امله له ٢-٥کلونو بند او د بريد د طرحه کوونکي او هوټل ته د چاودېدونکو تو لېږد ته د زمينې برابرولو په تور اته کسان له ٢٢-٣٠کال تنفذي بند محکوم شوي دي.
ده وويل چې د محکمې فيصله نن دغو کسانو ته اعلان شوه .
د يادونې ده چې تېرکال د مرغومي په ٣٠مه شپه شپږ ځانمرګو بريدکوونکو پر ياد هوټل بريد وکړ چې له ١٦ساعتونو وروسته ټول بريد کوونکي د امنيتي ځواکونو له لوري ووژل شول .
د دغه بريد په ترڅ کې د ١٥بهرنيو وګړو په ګډون ٢٢تنه وژل شوي او ١٢نورټپيان وو.
login or register a new account.