Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ناپېژانده وسله والو د محمد اغې ولسوالۍ روغتون ډاکټران وهلي

پل علم(پژواک، ١٦ سلواغه ٩٧): د لوګر روغتيايي چارواکي وايي چې ناپېژانده وسله والو د محمد اغې ولسوالۍ د دولتي روغتون ډاکټران تر وهلو وروسته پر مرګ ګواښلي دي.

د لوګر د عامې روغتيا رييس ډاکټر رسول ګل ثمر د سلواغې په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د محمداغې ولسوالۍ اړوند د شفيق الله لودين دولتي روغتون ډاکټران وهلي او بيا يې پر مرګ ګواښلي دي.

ده زياته کړه: ((معلومه نه ده چې دغه وسله وال د چا کسان وو، خو موږ دغه موضوع له پوليسو سره شريکه کړې، ترڅو په راتلوونکي کې د ورته پېښو مخه ونيسي.))

د نوموړي په وينا، دغه ډول پېښې د ډاکټرانو پر چارو منفي اغېزې کوي او امکان لري ځنيې ډاکټران له همدې امله دندې پرېږدي.

دغه راز د ياد روغتون يو تن ډاکټر زبيراحمد پژواک ته وويل چې تېره شپه شپږ  وسله وال د دوى روغتون ته ورغلي او ډاکټران يې وهلي، سپکې سپورې يې ورته ويلي او بيا يې پر مرګ ګواښلي دي.

هغه وايي: ((شپې اته بجې وسله وال راغلل، مخونه يې پټ کړى و، ډاکټران يې په وسلو و وهل، د مرګ ګواښ يې وکړ، هيڅ خبره معلومه نه وه او د ځينو ډاکټرانو ټيلېفونونه يې هم له ځانه سره يوړل.))

نوموړى زياتوي، که اړوند مسوولين د دوى پوښتنه ونه کړي، د کار د نه کولو اعتصاب به وکړي.

بل خوا په دې اړه د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې دغه موضوع له دوى سره شريکه شوې او دامهال تر څېړنو لاندې ده.

هغه وايي: ((دغه کار غلو کړى، خو ښه دى چې ډاکټرانو ته په کې کوم زيان نه دى اوښتى.))

د يادونې ده چې تر دې وړاندې هم د لوګر د ولايتي روغتون ډاکټران د وسله والو له لوري ګواښل شوي وو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.