Language

ګڼ شمېر ولايتونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ لاريونونه وشول

کابل ( پژواک، ۱۶سلواغه ۹۷)  د هېواد په بېلا بېلو ولايتونو کې زرګونو کسانو د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ لاريونونه وکړل او ددغه غورځنګ د وژل شوي غړي ابراهيم ارمان لوڼي غايبانه جنازه يې وکړه.

ارمان لوڼى دوه ورځې مخکې د بلوچستان په لورالاى سيمه کې د پاکستانيو پوليسو له خوا د يوه سوله ييز لاريون په پاى کې ووژل شو.

د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې د بلخ ادبي او ټولنيز خوځښت له خوا په دې اړه احتجاجي غونډه جوړه شوې وه او بيا يې غايبانه جنازه وکړه.

په دې غونډه کې  ګڼ شمېر مدني فعالانو، قومي مشرانو او ديني عالمانو برخه اخيستې وه.

د خوځښت مشر ذبيح الله احساس وويل چې ارمان لوڼی د قوم د ويښتيا او ازادۍ شهيد دی او بايد چې ټوله نړۍ يې د بېرحمانه مړينې پوښتنه وکړي.

هغه زياتوي، پښتون ژغورنې غورځنګ په دې خاطر مبارزه پيل کړې، چې نړۍ ته د پاکستان اصلي څېره وښيي.

نوموړی وايي، هېڅوک دې هم هڅه نه کوي؛ څو د زور او تشدد له لارې افغانان او په ځانګړي ډول پښتانه مبارزين له خپلې لارې واړوي.

هغه له افغان حکومت، بشري حقونو او ملګرو ملتونو څخه غوښتنه وکړه چې له ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړه پر پښتنو وروڼو دې د روان ظلم او تشدد پوښتنه وکړي.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رييس صالح محمد خليق هم د غونډې ګډونوالو ته وينا وکړه او په افغانستان او ټوله سيمه کې يې د پاکستان لاسوهنې وغندلې.

نوموړي وويل، د ډيورنډ کرښې دواړو لورو ته پراته روروڼه قومونه له تېرو څلور لسيزو راهيسې  ځپل کېږي.

د خليق په خبره، د يادو ټولو ظلمونو او بې عداليتو تر شا د پاکستان حکومت لاس لري، چې نور يې بايد مخه ونيول شي.

هغه زياته کړه: (( انګريزانو د خپلو استعماري موخو د تعقيب لپاره پاکستان هېواد رامنځته کړ، ددغه هېواد له جوړېدو راهيسې تر نن  ورځې پورې ټوله سيمه نا امنه کړې او د ډېورنډ دواړو خواوو ته پراته ولسونه يې ځورولي دي)).

login or register a new account.