Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هغه وسله وال نیول شوي چې د لوګر په محمد اغه کې یې ډاکتران وهلي وو

پل علم (پژواک، ١٧ سلواغه ٩٧): د پژواک خبري اژانس د راپور له خپرېدو وروسته د ملي امنيت ځواکونو هغه کسان نیولي چې د لوګر د محمداغې ولسوالۍ د دولتي روغتون ډاکتران یې وهلي وو.

پرون پژواک خبري اژانس يو راپور خپور کړ چې له مخې يې ناپېژاندو وسله والو د محمد اغې ولسوالۍ د دولتي روغتون ډاکټران له وهلو وروسته پر مرګ ګواښلي وو.

خو د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي نن د سلواغې په ١٧مه پژواک ته وويل چې د ملي امنيت ځواکونو ياد وسله وال نيولي دي.

ده وويل چې له نيول شوو کسانو يو سراچه موټر او درې ميله وسلې ترلاسه شوي دي.

د لاروي په وينا، دغو کسانو د دې تر څنګ چې د محمداغې ولسوالۍ د شفيق الله لودين روغتون ډاکتران ډبولي وو، په نورو وسله والو غلاوو کې يې هم لاس درلود.

دغه راز د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي هم د يادو کسانو نيول تاييد کړل او ويې ويل چې دا مهال د ملي امنيت له خوا تر څېړنو لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پلازمېنې کابل کې هم روغتيايي کارکوونکي له وسله والو غلاوو او ګواښونو سر ټکوي، خو د دې ستونزې د مخنيوي لپاره جدي اقدامات نه دي ترسره شوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.