کابل (پژواک، ١٨ سلواغه ٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د سوله ییزو او مدني فعالانو او معترضانو پر وړاندې تشدد مخ پر زیاتېدو دی.
هغه د سلواغې په ١٨مه په خپله رسمي فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې د بشري حقونو نړیوال سازمانونه، رسنۍ او حتا د پاکستان مدني او سیاسي بنسټونه هم دغه مخ پر زیاتېدونکی تشدد تاييدوي او جدي اندېښنه ښيي.
ولسمشر زياته کړې، سیمه د مذهبي افراطیت او ترهګرۍ له جدي ګواښ سره مخ ده، د هر مسوول دولت اخلاقي دنده ده چې د دغه ډول مدني فعالیتونو ملاتړ وکړي، خو له بده مرغه له دوی سره برعکس چلند کېږي.
اشرف غني وايي: ((په داسې وخت کې زموږ لپاره د سوله ییزو اعتراضونو او مدني فعالانو ځپل نه یوازې د ژورې اندېښنې خبره ده، بلکې ټولې سیمې ته منفي پایلې لرلی شي.))
ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې څو ورځې مخکې په بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي غړى ارمان لوڼى د پوليسو له خوا ووژل شو.
له يادې پېښې وروسته د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې سوله ييز لاريونونه وشول چې د یاد هېواد پوليسو بيا هم د دغه غورځنګ يو شمېر غړي نيولي او بنديان کړي دي.
login or register a new account.