مزار شريف (پژواک، ۱۸سلواغه ۹۷): د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې سلګونه کسانو له امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړ.
دوی چې د ولايت مقام د غونډو په تالار کې راټول شوي وو، همداراز يې د طالب استازي عباس ستانکزي هغه څرګندونې هم وغندلې، چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو د منحل کېدو په اړه يې کړې وې.
ديني عالم مولوي ذبيح الله حقجو غونډې ته په خبرو کې وويل، چې د سولې په تړاو روانې هڅې بايد په داسې ډول دوام ومومي، چې خلک مثبت بدلون حس کړي.
نوموړي د امنيتي ځواکونو د منحل کېدو په تړاو د طالب استازي عباس ستانکزي څرګندونو ته اشاره وکړه او زياته يې کړه، چې هېڅوک حق نه لري څو د سولې په نوم د بربادۍ مفکوره په خلکو تحميل کړي.
هغه وويل، امنيتي ځواکونه د هېواد رښتيني ساتونکي دي او افغانان به د هغې سولې ملاتړ وکړي، چې ورسره هغه ارزښتونه هم وساتل شي، چې د امنيتي ځواکونو د قربانيو په پايله کې لاس ته راغلي دي.
حقجو وويل: ((هغوی چې وايي د افغانستان اردو دې ختمه شي، په دې ډاډه واوسئ چې دا يې د بادارانو فرمايش دی، که نه نو افغانستان له امنيتي ځواکونو پرته نور څه شى لري؟ همدا ځواکونه دي چې شپه او ورځ يې پر ځان يوه کړې او د افغانانو ساتنه کوي)).
نوموړی زياتوي، ټول افغانان د سولې تږي دي؛ خو په دې شرط چې د افغانستان ملي منافع په کې معامله نه شي.
په بلخ کې د مدني ټولنو د همغږۍ شورا مشر حميد صفوت هم وويل، امنيتي ځواکونه د افغانستان د عزت ساتونکي دي او هېڅوک په دې تړاو د غير مسوولانه څرګندونو حق نه لري.
د ده په وينا، افغانان په هر صورت له خپلو وسله والو ملي ځواکونو څخه ملاتړ کوي.
هغه زياته کړه: ((سره له دې چې موږ له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې پر همکارۍ باور لرو؛ خو که بيا هم په افغانستان بهرنۍ مرستې بندېږي؛ نو افغانان حاضر دي چې د خپلې خولې مړۍ له خپلو ځواکونو سره شريکه کړي)).
نوموړي د سولې په تړاو وروستۍ هڅې ګونګې وبللې او غوښتنه يې وکړه، چې افغانستان کې د جګړې د ختمېدو او ټيکاو راتلو په موخه ترسره کېدونکي هر ډول مذاکرات بايد د افغان حکومت او افغان ولس په موجوديت کې ترسره شي.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو د دويمې لوا قوماندان جنرال جلال الدين يفتلي وويل، چې دوی د قانون له مخې حق او مسووليت لري چې د افغانستان له ولس او ځمکنۍ بشپړتيا څخه په ټينګه ساتنه وکړي.
login or register a new account.