منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۶ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۵° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په بلخ کې سلګونه کسانو له امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړ

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۸ کتنې

مزار شريف (پژواک، ۱۸سلواغه ۹۷): د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې سلګونه کسانو له امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړ.

دوی چې د ولايت مقام د غونډو په تالار کې راټول شوي وو، همداراز يې د طالب استازي عباس ستانکزي هغه څرګندونې هم وغندلې، چې د افغانستان د امنيتي ځواکونو د منحل کېدو په اړه يې کړې وې.

ديني عالم مولوي ذبيح الله حقجو غونډې ته په خبرو کې وويل، چې د سولې په تړاو روانې هڅې بايد په داسې ډول دوام ومومي، چې خلک مثبت بدلون حس کړي.

نوموړي د امنيتي ځواکونو د منحل کېدو په تړاو د طالب استازي عباس ستانکزي څرګندونو ته اشاره وکړه او زياته يې کړه، چې هېڅوک حق نه لري څو د سولې په نوم د بربادۍ مفکوره په خلکو تحميل کړي.

هغه وويل، امنيتي ځواکونه د هېواد رښتيني ساتونکي دي او افغانان به د هغې سولې ملاتړ وکړي، چې ورسره هغه ارزښتونه هم وساتل شي، چې د امنيتي ځواکونو د قربانيو په پايله کې لاس ته راغلي دي.

حقجو وويل: ((هغوی چې وايي د افغانستان اردو دې ختمه شي، په دې ډاډه واوسئ چې دا يې د بادارانو فرمايش دی، که نه نو افغانستان له امنيتي ځواکونو پرته نور څه شى لري؟ همدا ځواکونه دي چې شپه او ورځ يې پر ځان يوه کړې او د افغانانو ساتنه کوي)).

نوموړی زياتوي، ټول افغانان د سولې تږي دي؛ خو په دې شرط چې د افغانستان ملي منافع په کې معامله نه شي.

په بلخ کې د مدني ټولنو د همغږۍ شورا مشر حميد صفوت هم وويل، امنيتي ځواکونه د افغانستان د عزت ساتونکي دي او هېڅوک په دې تړاو د غير مسوولانه څرګندونو حق نه لري.

د ده په وينا، افغانان په هر صورت له خپلو وسله والو ملي ځواکونو څخه ملاتړ کوي.

هغه زياته کړه: ((سره له دې چې موږ له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې پر همکارۍ باور لرو؛ خو که بيا هم په افغانستان بهرنۍ مرستې بندېږي؛ نو افغانان حاضر دي چې د خپلې خولې مړۍ له خپلو ځواکونو سره شريکه کړي)).

نوموړي د سولې په تړاو وروستۍ هڅې ګونګې وبللې او غوښتنه يې وکړه، چې افغانستان کې د جګړې د ختمېدو او ټيکاو راتلو په موخه ترسره کېدونکي هر ډول مذاکرات بايد د افغان حکومت او افغان ولس په موجوديت کې ترسره شي.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو د دويمې لوا قوماندان جنرال جلال الدين يفتلي وويل، چې دوی د قانون له مخې حق او مسووليت لري چې د افغانستان له ولس او ځمکنۍ بشپړتيا څخه په ټينګه ساتنه وکړي.

نوموړي زياته کړه، هېڅوک دې د افغان پوځيانو د منحل کېدو په اړه حتی فکر هم لا نه کوي.

هغه له افغان ولس څخه مننه وکړه چې له څو ورځو راهيسې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې يې د امنيتي ځواکونو په ننګه غږ اوچت کړی دی.

څو ورځې وړاندې د طالبانو د قطر دفتر پخواني مشر عباس ستانکزي ويلي و، چې د سولې په راتلو سره به د افغانستان ملي اردو منحل کړي او له سره به نوي تشکيلات جوړ کړي، چې دغه څرګندونې يې د افغان حکومت او افغانانو له توند غبرګون سره مخامخ شوې.

ستانکزي بيا د مسکو کنفرانس په څنډه کې رسنيو سره په خبرو کې وويل چې له خبرو يې غلط تعبير اخيستل شوی او په وينا يې موخه يې دا وه، چې د امنيتي ځواکونو په ليکو کې به اصلاحات راولي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه