پلخمري (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٧): د سالنګ لویه لار چې له پنځو ورځو راهیسې د سختو توفانونو او واورې ښویېدو له امله د موټرو پرمخ تړلې وه، نن د مسافر وړونکو موټرو پرمخ خلاصه شوه.
د سالنګ لارې د څار او ساتنې مسوول انجنیر عبدالبصیر حبیبي د سلواغې په ۱۹مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه لار نن تر غرمې مخکې په ١١ بجو خلاصه شوه.
د هغه په وينا، په شمالي او جنوبي سالنګ کې ښویېدلې واورې یې پاکې کړي او دغه لار یې یواځې د کوچنیو مسافر وړونکو موټرو پرمخ خلاصه کړې ده.
ده زياته کړه، اوس یواځې هغه مسافر وړونکي موټر چې دواړو خواوو ته بند پاتې وو، پر دغې لار سفر کولای شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن