پل علم (پژواک، ٢١ سلواغه ۹۷): د لوګر سیمه ییز امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ازره ولسوالۍ کې یې د وسلو او مهماتو یوه لویه زېرمه او نږدې ۸زره کیلوګرامه چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي د سلواغې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پولیسو ځانګړو ځواکونو له لوري د ازرې ولسوالۍ په ارغک کلي کې عمليات ترسره شوي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د چاودېدونکو توکو یوه لویه زېرمه چې په کې ۷۷۵۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي (امونیم نایترېت) وو، کشف او ترلاسه شوي دي.
هغه وایي: ((په دغو عملیاتو کې د الله محمد په نوم یو تن هم نیول شوی او د ماینونو د جوړولو د لارښود دوه کتابچې، یو کلاشینکوف، دوه لاسي بمونه او ځينې نورې وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.))
په دې اړه د ازرې یوه اوسېدونکي او د لوګر ولایتي شورا مرستیال عبدالولي وکیل هم پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو يوه د وسلو لويه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.
هغه وایي: ((ازره طالبانو ته ستراتېژیک اهمیت لري او پر لوګر سربېره د پکتیا، ننګرهار او کابل ولايتونو د امنيت د تهديد او خرابولو لپاره دلته پلانونه طرحه کوي.))
د اړوندې موضوع په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، ازره د لوګر تر ټولو نا امنه ولسوالي ده چې له تېرو ١٥ کلونو راهيسې يې لويه لار له مرکز پل علم سره تړل شوې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP