پلخمري (پژواک، ٢٤ سلواغه ٩٧): د بغلان په يو شمېر سيمو کې د واورې ورېدو له امله سلګونه څاروي مړه شوي او يو شمېر کورنۍ هم په واورو کې بندې دي.
په دې اړه د بغلان د تاله برفک ولسوال عبدالاحد برفکي د سلواغې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره اوونۍ په دې ولسوالۍ کې ډېره واوره شوې چې له امله يې سلګونه څاروي مړه شوي دي.
هغه وايي: ((د همدې واورو له امله له لسو څخه د ډېرو کليو لارې هم تړل شوې دي، يو شمېر کورنۍ هلته په بد حالت دي، هېڅ ډول امکانات نه لري.))
د برفکي په وينا، دوى هڅه کوي چې له يادو کورنيو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې ترسره شي.
دغه راز د دوشي ولسوالۍ د بي بي درې سيمې اوسېدونکي احمد ضياء پژواک ته وويل: ((په دې سيمه کې له زرو ډېرې کورنۍ ژوند کوي، خو له يوې اوونۍ راهيسې واوره شوې او لاره بنده ده.))
د نوموړي په وينا، د لارې د تړل کېدو له امله يوې اميندوارې مېرمنې د زېږون پر مهال خپله ژوند هم له لاسه ورکړى دى.
ده وويل: ((که يو ځل بيا واوره وشي او زموږ له خلکو سره مرستې ونه شي، ډېر انسانان او څاروي به خپل ژوند له لاسه ورکړي.))
په دې اړه د بغلان ولايتي شورا غړي سميع الدين ناظر پژواک ته وويل چې تر اوسه په دوشي او تاله برفک ولسواليو کې د واورې ورېدو له امله ٣٥٠ څاروي مړه شوي او يو شمېر کورنۍ په وارو کې بندې پاتې دي.
نوموړي اندېښنه وښوده که چېرې ژر د کوتل اسياب، پېچ، ګلدره، چادر، بلخيان او سبزک کليو لويې لارې پاکې نه شي، ډېری اوسېدونکي به يې خپل ژوند له لاسه ورکړي.
د يادو څرګندونو په اړه په بغلان کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر محمد نصير کهزاد پژواک ته وويل چې په يادو ولسواليو کې د ورښتونو له امله د خلکو ستونزې لوړه کچه ډېرې نه دي.
دى وايي: ((تر اوسه چا موږ ته د څارويو د تلف کېدو او يا هم په وارو کې د خلکو بندېدو په اړه خبر نه دى راکړى.))
د نوموړي په وينا، که چېرې ځينې کورنۍ مرستو ته اړتيا پيدا کړي، دوى چمتو دي چې پر وخت ورسره مرستې وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن