Language

ولسمشر غني: د افغانستان اوسنۍ جګړه د امريکا نه ده

کال (پژواک، ٢٧ سلواغه ٩٧): ولسمشر اشرف غني وايي چې د افغانستان جګړه د امريکا نه ده، دلته هره ورځ افغانان قربانۍ ورکوي.

ولسمشر دغه څرګندونې نن د جرمني په مونيخ ښار کې د نړيوال امنيتي کنفرانس په څنډه کې د يوه بحث پر مهال کړې دي.

نوموړي د سولې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې سوله ډالۍ ده او د دې ډالۍ په ارزښت يواځې افغانان پوهېږي.

د هغه په وينا، د ده حکومت د لومړي ځل لپاره په تېر اختر کې درې ورځنى اوربند اعلان کړ، تر اوربند مخکې هره اونۍ زر کسان په افغانسنان کې وژل کېدل، خو د اوربند په ورځو کې هېڅوک ونه وژل شو.

ده زياته کړه: ((د سولې او جګړې په ارزښت افغانان پوهېږي، ځکه چې دوى هره ورځ قربانۍ ورکوي، دا جګړه دامريکا نه ده، امريکا تر ٢٠١٥ کاله پورې ٢٥٠٠ سرتېري له لاسه ورکړي وو، هغه مهال دامريکا جګړه وه، خو تر هغې وروسته يې يواځې ٦٠ سرتېري وژل شوي، افغانستان هره مياشت دومره قربانۍ ورکوي.))

خو ولسمشر اشرف غني وايي چې افغانان لنډمهاله نه، بلکې دوامداره سوله غواړي.

نوموړي له امريکا څخه مننه وکړه چې د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولې له پروسې يې ملاتړ کړى دى.

هغه د خليلزاد په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې هغه يې پخوانى ټولګيوال او د ٥٣  کلونو ملګرى دى.

خو ولسمشر غني وايي: ((زه اوس د افغانستان يو منتخب ولسمشر يم او خليلزاد د امريکا تابعيت لري او د هغوى استازى دى، اوس مو ارزښتونه جلا دي.))

د نوموړي په وينا، دى زورواکى نه دى او نه هم د زر او زور په وسيله واک ته رسېدلى، بلکې د خلکو په رايو راغلى دى.

ولسمشر غني وويل، د سولې په تړاو د ده تر ټولو لومړۍ تجربه د ملي يووالي حکومت رامنځ ته کول وو، خلکو فکر کاوه چې دا حکومت به نه بريالى کېـږي، خو دا دى اوس خپله موده پوره کوي.

هغه زياته کړه، افغانستان له امريکا د ستراتيژيک او امنيتي دوو مهمو تړونونو په اساس چې تر مشورو او ملي شورا څخه تر منظورۍ وروسته عملي شوي، اړيکې لري.

login or register a new account.