Language

ولسمشر: اسلام اباد، تهران او مسکو د افغان ولسمشر دانتخابولو حق نه لري

کابل (پژواک، ٤ کب ٩٧) : ولسمشرغني وايي، افغانان به د افغانستان ولسمشر ټاکي، اسلام اباد، تهران او مسکو یې د انتخابولوحق نه لري.

ده زياته کړې، هغوی چې له ولسه وېره لري، د موقت حکومت خبره کوي، مګر بهرنۍ او په بهر کې جوړې شوې طرحې په دې وطن کې ناکامېږي. 

له ارګ څخه د کب په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني پرون ماښام د لوی کندهار له ځوانانو سره د لوی کندهار ځوان غږ په نوم جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

سرچينې زياته کړې، په دغه غونډه کې چې د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوې وه، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې ريیس شاه زمان میوندي، د کندهار ځوانانو، مشرانو، د بندونو جوړولو او انکشاف ته د پاملرنې له امله له ولسمشرغني څخه په مننې وویل، د لوی کندهار د پوهنې سکتور ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.

نوموړي وويل، د لوی کندهار (زابل، هلمند، ارزګان او کندهار ولایتونو) ۴۰۰ ځوانانو درې ورځې په اوو ګروپونو کې د خپلو سیمو اړوند مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې او ولسمشر سره يې شريکې کړې.

هغه زیاته کړه، لوی کندهار چې د هېواد د دفاع په برخه کې څومره قربانۍ ورکړي، نو همدومره زیات سولې ته هم اړتیا لري.

ورپسې محمد ابراهیم عبرت او شګوفې نورزۍ د زورواکو پر وړاندې د ولسمشر د پرېکنده دریځ، نسلي تغیير او اصلاحاتو بهیر ملاتړ وکړ او د اوبو د مهارولو، سولې، انکشاف، ترانزیټ، اقتصاد او سوداګرۍ د ودې په برخو کې یې د ولسمشر غني د برنامو، لاسته راوړنو او پرمختګونو قدرداني وکړه.

یادو ویناوالو د سړو خونو، کرنیزو توکو ته د بازار موندنې، د کرنې د ودې، امنیت، روغتیا، معارف، متوازن انکشاف، د نشه یي توکو د مخنیوي، برېښنا، صنعت، زابل هوایي ډګر، صنعتي پارک او بندونو جوړولو په اړه خپل وړاندیزونه له ولسمشر سره شریک کړل.

دوی په ټینګار سره وویل، د نظام د ملاتړ لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو یوو، سوله غواړو، خو د سولې په نوم د ارزښتونو قرباني کول نه غواړو.

د لوی کندهار ځوانانو د هېواد لومړۍ مېرمن ته د لوپټې ورکولو پرمهال ولسمشرغني ته وړاندیز وکړ، چې د ملکه ثریا په نوم یو مډال جوړ او د مستحقو مېرمنو د خدمتونو د قدرونې په موخه یې د هېواد لومړۍ مېرمن ته په اختیار کې ورکړي.

 همدارنګه ځوانانو له ولسمشر څخه د اروزګان دخاورې، د زابل د بادامو، د کندهار د غنمو او د هلمند د اوبو  د ډالۍ په  بدل کې د یادو ولایتونو د ستونزو پر حل، اقتصادي او هر اړخیزې ودې ته پر ځانګړې پاملرنې ټينګار وکړ.

ولسمشرغني د لوی کندهار ځوانانو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، تاسو د وطن لویه بشري پانګه یاست او ستاسو په پوهه او مټو به دا وطن ابادېږي.

login or register a new account.