Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چارواکي: ميدان وردګو کې ١٢ طالبان او ٥ ملکي وګړي وژل شوي

باميان (پژواک، ٤ کب ٩٧) : د ميدان وردګو ولايت په دايميردادو ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال وسله والو مخالفينو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي چارواکي وايي چې دا عمليات د بابک، شورتوغي، دراني  او وچيتوى په کليو کې ترسره شوي دي.

 د ميدان وردګو د والي وياند محب الله شريفزي د کب په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغو عملياتو کې ١٢ وسله وال طالبان او پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د هغه په وينا، په دې عملياتو کې څلور وسلوال طالبان ټپيان او پنځه تنه يې ژوندي نيولي شوي دي.

دى وايي چې دغه راز نن په سيداباد ولسوالۍ کې د قاري عزيز الرحمن په نامه د طالبانو يو مهم قوماندان هم وژل شوى دى.

د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړي حاجي احمد جعفري پژواک ته وويل چې طالبانو د شورتوغي په سيمه کې غونډه لرله، چې په کې د طالبانو والي او ولسوال هم ګډون درلود.

د هغه په وينا، والي او ولسوال يې له عملياتو روغ وتلي، خو تر ٢٠ پورې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ده زياته کړه، چې دغې ولسوالۍ څلور مياشتې مخکې سقوط کړى او ډېرى سيمې يې له طالبانو سره دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا ويلي چې ګډو ځواکونو په ياده ولسوالۍ کې پر يوې مدرسې او کورونو عمليات کړي او تر ٢٠ پورې يې ملکي وګړي وژلي دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه عمليات او د ملکي وګړو وژل غندلي او د جګړې له ښکېلو غاړو يې غوښتي چې په عملياتو کې د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.