کابل (پژواک، ٥ کب ٩٧): د هندوستان د بهرنيو چارو وزيرې د افغانستان د ملي دفاع له وزير سره په ليدنه کې يو ځل بيا په امنيتي برخه کې د همکاريو او مرستو ژمنه کړې ده.
د ملي دفاع وزارت وياند جاوېد غفور د کب په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد هندوستان ته د سفر پر مهال په نوي ډيلي کې د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزیرې مېرمن سوشما سوراج سره وليدل.
هغه زياته کړه، د دې کتنې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډې همکارۍ هر اړخیزې خبرې وشوې.
د ملي دفاع وزارت سرپرست د دوست هېواد له هغو مرستو چې د افغانستان له دولت، په ځانګړې توګه له ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره یې په بېلابېلو برخو کې ترسره کړې دي، مننه وکړه او د هندوستانه له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په بېلابېلو برخو کې د لا ډېرو مرستو غوښتونکی شو.
بلخوا د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې هېواد یې له افغان ملي پوځ سره هر ډول مرستو ته چمتو دی.
login or register a new account.