Language

“د سولې په راتلو سره به په افغانستان کې د پانګونې لپاره د بهرنیو سوداګرو لېوالتیا ډېره شي”

مزارشريف (پژواک، ۹ کب ۹۷): افغان او امريکايي سوداګر وايي چې د سولې په راتلو سره به په ډېر شمېر بهرني سوداګر په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د افغان سوداګرۍ برخه کې د ستونزو او فرصتونو په تړاو د کب په ۹مه په مزارشريف ښار کې کنفرانس جوړ شوی و چې د افغانانو په ګډون امريکايي سوداګرو هم په کې برخه اخيستې وه.

په افغانستان کې د سوداګرۍ د ودې په برخه کې د امريکا ملاتړې ادارې مشر جيفري ګريکو پژواک خبري اژانس ته وويل چې په افغانستان کې د سولې پروسې په برياليتوب سره به د سوداګرۍ ګراف هم لوړ شي.

نوموړي زياته کړه چې دغه اداره هڅه کوي څو افغانستان ته د نړيوالو پانګوالو پاملرنه راجلب کړي.

د هغه په وينا، دمګړۍ افغانستان د خپلې سوداګرۍ په برخه کې مهم ګامونه اخلي چې په دوام سره به يې د دغه هېواد تجارتي وضعيت تر ټولو ښه ځای خپل کړي.

نوموړي وويل: ((د سولې په راتلو سره به په افغانستان کې د سوداګرۍ ګراف لوړ شي. موږ هڅه کوو چې د افغانستان بيارغونې او سوداګريزې پراختيا په برخه کې مرسته وکړو، د منځنۍ اسيا هېوادونه د افغانستان لپاره تر ټولو لوی او ښه مارکېټونه دي، همداراز په سيمه کې هند هم د افغانستان لپاره په تر ټولو ښه او ستر مارکېټ بدلېدونکی دی.))

دغه امريکايي چارواکي وويل چې هڅه يې دا ده څو د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې له افغان سوداګرو سره په کتنو کې د تجارت او پانګونې په تړاو د ستونزو او فرصتونو په اړه ګډ کار وکړي.

په ورته وخت کې د افغان- امريکايي سوداګرۍ خونې اجرائيوي مدير سليمان لطيفي پژواک ته وويل چې ټاکل شوې ده د روان زېږديز کال په اپرېل مياشت کې په واشنګټن کې د افغان سوداګرۍ په اړه نړيوال کنفرانس جوړ شي.

هغه زياته کړه چې د امريکا متحده ايالتونه لېوالتیا لري چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

نوموړی زياتوي چې په تېرو ۱۸ کلونو کې تر ډېره امريکايانو په پوځي برخه کې له افغانستان سره مرسته کړې او همدا راز يې د موسسو له لارې له افغانانو سره همکاري کړې ده.

د لطيفي په وينا، دوی اوس هڅه کوي چې امريکايان تشويق کړي څو په خصوصي ډول په افغانستان کې پانګونه وکړي.

هغه وويل: ((له افغانستانه بهر تر ډېره دا ذهنيت حاکم دی چې په دغه هېواد کې نا امني ده او پرته له جګړې نور څه نشته، رسنيو په دې تړاو منفي تبليغات کړي، زموږ کوشش دا دی چې د امريکايي پانګوالو په ګډون بهرنيانو ته قناعت ورکړو څو په افغانستان کې پانګونه وکړي.))

login or register a new account.