Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په هلمند کې د ښورابک پر پوځې اډه برید شوی دی

هلمند (پژواک، ۱۰کب ۹۷): په هلمند کې يوه امنیتي سرچينه وايي چې یو شمېر ځانمرګو بریدګرو، په دې ولایت کې د ښورابک پر پوځي مرکز برید کړی دی.

یوې امنیتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېرماښام یو شمېر بریدګرو په هلمند ولایت کې پر ښورابک کمپ برید کړی دی چې اوس هم د هغوی او امنیتي ځواکونو تر منځ نښته روانه ده.

خو یوې بلې سرچينې، رسنیو ته ویلي دي چې د اوو ځانمرګو بریدګرو په ګډون، نږدې ۲۷ طالبان په دې برید کې شامل وو، یو ځانمرګي د قول اردو په خوړنځي کې  او بل یې ګارنیزیون کې د ننه په ځانونو پسې تړلو موادو ته چاودنه ورکړې ده.

د هلمند والي ویاند عمرځواک پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسلوالومخالفینو تېرماښام د میوند په ۲۱۵ قول اردو ډله ییز برید کړی دی چې د درنې مرګ ژوبلې په وراوښتو برید پای ته ورسېد.

هغه وایي چې په یاد برید کې درې بریدګر وژل شوي او د ملي اردو درې سرتېري ټپیان دي.

د نوموړي په وینا، اوسمهال سیمه کې چاڼیزعملیات روان دي او زیاته سيمه د وسلوالو مخالفینو له شتون څخه پاکه شوې ده.

په ورته مهال، د طالبانو ویاند قاری محمد یوسف احمدي د برید مسؤولیت منلو ترڅنګ وویل چې زیات شمېر بریدګر دې پوځي اډې ته د ننه شوي او نښته روانه ده.

هغه ادعا وکړه چې د برید پرمهال بهرنیو او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.